د لاس رسي وړ اتصالات

چبن په تاجکستان کې پوځي حضور زیاتوي-راپور


یو ازاده تحقیقاتي ډله وایي چې چین په تاجکستان کې په داسې حال کې خپل پوځي حضور زیاتوي چې اندیښنه ده په گاونډي هېواد افغانستان کې ترهگر په لویدیځ چین کې حملې وکړي.

دغه نړیوالې ټولنې (The International Crises Group) د چهارشنبې په ورځ یو رپورټ خپور کړیدی چې پکې لیکل شوي چین تاجکستان ته عسکر لیږلي دي چې د چین-تاجکستان او افغانستان گډ سرحد ته څیرمه "د ترهگرۍ د مخنیوي مرکز" جوړ کړي.

چین پرله پسې خبردارې ورکړیدی چې د دغه ملک په لویدیځ کې سختدریځه یغور مسلمانانو خپل کورونه د دی لپاره پریښي دي چې د ترکستان اسلامي ډلې پشان ډلو سره یو ځاې شي. د دغې ډلې اکثریت د یغور مسلمانانو دی او په افغانستان او سوریې کې مرکزونه لري. د ترکستان اسلامي ډله القاعدی او طالبانو ته وفاداره ډله ده.

د چین د دفاع وزرات تراوسه پوری دغې راپور ته غبرگون ندی ښودلی خو چین د دغه هیواد لویدیځ ته د عسکرو لیږل تائید کړي و.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو چین ته په اشاره د فبرورۍ په میاشت کې ویلي و چې هغوي د افغانستان په شمال کې په ترهگرو هوایي بمبارۍ کړیدي. دغه سیمه د چین-تاجکستان-افغانستان گډ سرحد ته نژدی ده. د دغې وینا هدف گاونډي ملکونو ته دا پیغام و چې دغه سیمه د هغه ترهگرو لپاره پناهځای ندی چې غواړي د سرحد نه بل خوا ته حملې وکړي.

بیجنگ غواړي د افغانستان د سولې په پروسې کې رول ولوبوي او د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو هم ټینگار کوي.

XS
SM
MD
LG