د لاس رسي وړ اتصالات

سي آی اې: امریکایي-کاناډایي جوړه دننه په پاکستان کې ساتل کیدله


دغه ښځه او میړه په ٢٠١٢ کال کې د حقاني شبکې په افغانستان کې یرغمل کړي وو
دغه ښځه او میړه په ٢٠١٢ کال کې د حقاني شبکې په افغانستان کې یرغمل کړي وو

د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي آی ای) رئیس مایک پومپیو، وایي امریکایي میرمن او کاناډایي میړه یې چې د حقاني شبکې له خوا په افغانستان کې تښتول شوي وو پنځه کاله دننه په پاکستان کې ساتل کیدل.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا د متحده ایالاتو یو لوړپوړی مقام په ښکاره وایي چې دغه امریکایي – کاناډایي جوړې او اولادونو یې د بند ټوله موده په پاکستان کې تیره کړې ده.

خو د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کړې وه چې امریکایي کیتلن کولمن او میړه یې کاناډایي جاشوا بویل، او د هغوی اولادونه وروسته له هغې چې د افغانستان نه د پاکستان خاورې ته داخل شول د یرغمل کوونکو له بنده ازاد کړای شول.

دغه ښځه او میړه په ٢٠١٢ کال کې هغه وخت وتښتول شول چې افغانستان ته په سفر تللي وو.

امریکایي مقاماتو چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي دمخه ویلي وو په افغانستان کې ددغې کورنۍ او اولادونه د ساتل کیدو هیڅ نښه نښانه نه لیدل کیږي.

دغو مقاماتو زیاته کړې وه چې د امریکا په باور دغه کورنۍ د حقاني شبکې په واسطه تښتول شوی وه او احتمالاً د خپل اسارت په ټوله موده کې د پاکستان په شمال لویدیځ کې ددې شبکې په مرکز او یا د هغه په شاوخوا کې ساتل کیدل.

امریکایي مقامات وایي چې د پاکستان د پوځ د استخباراتو اداره (آی اس آی) د حقاني شبکې ملاتړ کوي، هغه ادعا چې اسلام آباد یې ردوي.

په دې ترڅ کې د طالبانو د ډلې دوو سرچینو هم د رویترز اژانس ته ویلي چې دغه امریکایي-کاناډایي کورنۍ په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې ساتل کیده.

د دغې کورنې له خوشې کیدو وروسته پاکستاني چارواکو د واشنگټن سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په اهمیت ټینگار وکړ. واشنگټن له دې مخکې اخطار ورکړی و چې پاکستان ته به پوځي مرستې بندې کړي او ددغه هیواد پر وړادنې به جدي اقدامات وکړي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی ای) رئیس د یرغمل شوې امریکایي-کاناډایي کورنۍ او د هغوی د اولادونو په اړه په داسې حال کې دغه څرگندونې کوي چې ټاکل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن راتلونکې اونۍ پاکستان ته لاړ شي.

ښاغلي تیلرسن د چهارشنبې په ورځ وویل چې د متحده ایالاتو توقع داده چې پاکستان د ترهگرو ډلو پر وړاندې "غوڅ اقدامات" وکړي.

XS
SM
MD
LG