د لاس رسي وړ اتصالات

هغه پاکستاني عسکر وژل شوي چې د بهرنیانو د یرغمل نیونکو په لټه کی و


پاکستاني چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ د سړک غاړې په یوې بمي چاودنه کې څلور عسکر وژل شوي او یوشمیر نور زخمیان دي.

دغه عسکر چې وژل شويدي ، په قبایلي سیمې کې د هغو کسانو په لټه کی و چې بهرنیان یې یرغمل نیولي و.

پاکستاني عسکرو د پنجشنبې په ورځ یوه امریکایي میرمن د هغې کاناډایي میړه او دری تنه ماشومان د طالبانو د ولقې نه وژغورل. د پاکستان پوځ وایي چې امریکا ورسره استخباراتي معلومات شریک کړي و.

پاکستاني طالبان وایي چې دغه حمله هغوي کړیده او وایي چې په دغه حمله کې څلور تنه نه بلکه گڼ شمیر پاکستاني عسکر وژل شویدي. پاکستاني طالبان اکثر په داسې حملو کې د وژل شوو شمیر زیات ښیي.

کاناډا ته د رسیدو نه وروسته د ټورنټو په هوایي ډګر کې ښاغلي جاشوا خبریالانو ته د خپل اوږدمهاله یرغمل کیسه وکړه او ویي ویل چې د طالبانو د لاسه یې یوه ماشومه مړه شوي ده. جاشوه طالبان د "احقمانو او شیطانانو د ډلې" په نوم یاد کړل او وي ویل چې د هغه په ښځې یې جنسي تیرې کړیدی.

طالبانو د هغه تورونه رد کړیدي او زیاته کړي یې ده چې جاشوه د هغوي په خلاف دروغ پروپیگنډ کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جاشوا او د کورنۍ د ازادیدو نه وروسته د پاکستان نه مننه کړيده او دغه یې د دواړو ملکو په تعلقاتو کې پرمختگ بللی دی.

XS
SM
MD
LG