د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي طالبانو یوه میاشت کې ۱۳۴ ملکیان وژلي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه میاشت کې د طالبانو په بریدونو او چاودنو کې سلګونه ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ ډیسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳) وویل چې طالبانو په دې موده کې ۱۶ ځانمرګي بریدونه او د ماینونو ۱۶۸ چاودنې کړې دي.

هغه زیاته کړه: "د طالبان د دغو تروریستي تحرکاتو له کبله په خواشینۍ سره ۴۷۴ تنه زموږ ملکي هېوادوال شهید او ټپي شوي دي. دا یو جنایت دی او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوې میاشت کې د طالبانو یرغلیزو بریدونو ته ځواب ویلی دی".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو په اساس د طالبانو په دغو بریدونو کې ۱۳۴ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان شوي دي.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په روان تاوتریخوالي کې د ملکي تلفاتو په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د جګړې او تاوتریخوالي دوام د افغانانو د بشري حقونو د نقضولو لامل کېږي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما د ملکي تلفاتو په اړه په خپل راپور کې ویلي و چې په دوحې کې د سولې خبرو د پېلېدو راهیسې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله نه ده کمه شوې او لا هم دغه وژنه ټکان ورکوونکې ده.

یوناما زیاته کړې چې افغانستان لا هم د ملکیانو لپاره د نړۍ په کچه یو له تر ټولو مرګونو هېوادونو څخه دی.

XS
SM
MD
LG