د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې ټول برمته شوي مسافر ازاد شول ـ چارواکي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د میدان وردګ سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا ټول برمته شوي کسان خوشي شوي دي.

چارواکي وايي چې برمته شوي کسان تېره شپه دوې ولایت د جلریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې تر خوشي کېدو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د میدان وردګ پولیسو د تیرې چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې وسله والو طالبانو په جلریز ولسوالۍ کې د مسافرینو ډک لس موټر درولي او د بهسود ولسوالۍ ۲۸ ملکیان یې چې کابل تلل نیولي دي.

خو د یاد ولایت ویاند محیب الله شریفزي نن سې شنبه اکتوبر لومړۍ ( لېندۍ۱۱) امریکا غږ ته وویل: "یو شمېر ملکیان مخکې ازاد شوي او ۱۱ تنه یې تیره شپه ۹ بجې ازاد شول نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شول."

هغه وویل چې یاد ملکیان د جلریز او بهسود ولسوالۍ د قومي مشرانو او سپینږیرو په منځګړیتوب او هڅو خلاص شول.

که څه هم وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د میدان وردګ پولیس د یادې پېښې تر شاه د طالبانو د اړوند کسانو لاس بولي.

پر همدې مهال د میدان وردګ د ولایتي شورا یو غړي حاجي احمد جعفري هم د یادو ملکي وګړو ازادېدل تائید کړي دي: "د بهسود ولسوالۍ ۳۹ ملکي مسافرین چې تیره اونۍ برمته شوي وو، ازاد شول، خو د طالبانو اړوند کوم شپږ تنه بندیان چې د علي پور قوماندان سره بندیان وو، هغوی ته ورکړل شول او ۳۹ ملکیان هم د سیمې د خلکو په مرسته ازاد شول."

جلریز د میدان وردګ یوه له نا امنیه ولسوالیو څخه ده چې د کابل ــ بامیان دوهم نمبر لار هم ورڅخه تیره شوې ده.د چارواکو په وینا طالبان د یادې ولسوالۍ په زیاتو برخو کې مرکزونه لري.

XS
SM
MD
LG