د لاس رسي وړ اتصالات

د هوايي چلند اداره: د کابل هوايي ډګر نه ټولې ملکي الوتنې وځنډېدې


کابل نړیوال هوايي ډګر
کابل نړیوال هوايي ډګر

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه ټولې ملکي الوتنې ځنډېدلي دي.

یادې ادارې نن سې شنبه اګست ۱۷ (زمري ۲۶) له ټولو خلکو څخه غوښتي چې یاد هوايي ډګر ته د الوتنو د بیا زلي شروع پورې د راتګ څخه ډډه وکړي.

د ملکي هوايي چلند ادارې په اعلامیې کې راغلي: "د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې ټولې ملکي الوتنې ځنډيدلي دي. د ملکي هوايي چلند ادارې کارکوونکي اوس مهال د یاد هوايي ډګر په تخنیکي ستونزو او پاک کارۍ کار کوي تر څو پورې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر الوتنې عادي حالت ته را وګرزي او الوتنې بیا زلي شروع شي."

دا په داسې حال کې ده چې پر کابل باندې د طالبانو د حاکمیت پر دوهمه ورځ هم بهر ته د تلو په نیت ګڼ کسان د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر مخې ته راټول شوي و.

یاد کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي هڅه کوي تر څو دغه هوايي ډګر ته ننوزي، خو د طالبانو د وسله والو کسانو لخوا یې مخه نیول کیږي.

په کابل نړیوال هوايي ډګر کې مېشتو امریکايي ځواکونو هم د هوايي ډزو په کولو سره هڅه کول چې هوايي ډګر ته د خلکو د داخلېدو مخه ونیسي.

د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې پنځه تنه د دوشنبې په ورځ په بې نظمۍ کې پداسې حال کې ووژل شول چې د عیني شاهدانو په وینا په زرګونه کسانو غوښتل له هیواد څخه وتښتي.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شوو وډیو کې لیدل کې چې ګڼ کسان په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې په طیارو پسې منډې وهي او ځني بیا طیارو پسې نښتې وي.

که څه هم تر دا مهاله معلومه نه ده چې دغه کسان څنګه وژل شوي، خو یو امریکایي چارواکي ویلي چې امریکایي ځواکونو هوایي ډزې وکړې چې د پوځي الوتکې په لور د خلکو د یرغل مخه ونیول شي، الوتکې غوښتل د امریکا د سفارت دپلوماتان وباسي.

XS
SM
MD
LG