د لاس رسي وړ اتصالات

د "دښمن" بریدونه ۳۰سلنه کم شوي- جنرال نیکلسن


ښاغلي نیکلسن له کابل نه په پنټګان کې مطبوعاتو ته خبرې کولې
ښاغلي نیکلسن له کابل نه په پنټګان کې مطبوعاتو ته خبرې کولې

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت قومندان جان نیکلسن وايي چې افغان ځواکونو د طالبانو ۸۰ سلنه بریدونه شنډ کړي دي.

جنرال نیکلسن وویل چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله په ۲۰۱۸ کال کې د " دښمن" بریدونه ۳۰فیصده کم شوي دي. هغه ونه ویل چې " دښمن" (طالبانو) پنځه کال مخکې څومره بریدونه کول او اوس یې څومره کړي دي؟

دغه امریکايي قومندان دا خبره هم وکړه چې د طالبانو د "الخندق" د عملیاتو د اعلان راوروسته د روان کال د فبرورۍ او اپریل ترمنځ میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې د ۱۰-۱۲ سلنه کموالی راغلی دی چې د هغه په خبره دا یو پرمختګ دی.

هغه وویل چې د طالبانود بریدونو لوی هدف تبلیغات دي او دغه ډله هڅه کوي چې دمطبوعاتو پام ځان ته واړوي.

جنرال نیکلسن پداسې حال کې د طالبانو د بریدونو د کموالي خبره کوي چې همدا نن (چهارشنبه مۍ۳۰) په کابل کې وسله والو د افغانستان د کورنیو چارو پر وزارت ډله ییز برید وکړ.

افغان چارواکي وايي اته بریدګر یې ووژل او یو پولیس هم ووژل شو او یو شمېر نور یې ژوبل شول. بریدګرو د بهرنیو ځواکونو یونیفورم اغوستي وو چې ښاغلي نیکلسن دا کار د اندېښنې وړ وباله.

جنرال نیکلسن وویل "فکر کوم دا برید طالبانو کړی دی، ځکه په تېر کې هم طالبانو دا ډول بریدونه کړي دي. د بریدګرو دهویت له معلومولو وروسته به نور جزییات خپاره کړو".

که څه هم امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د کموالي خبره کوي خو په جګړه کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په شمیر کې کموالی نه لیدل کیږي.

ملګري ملتونه وايي د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې د مارچ تر وروستۍ نیټې پورې "۷۶۳ ولسي افغانان وژل شوي او ۱۴۹۵ نور ټپیان دي".

د تېرکال د همدغې مودې په پرتله سږکال د "حکومت ضد عناصرو ته منسوب شوي ملکي تلفات کې شپږ سلنه زیات" شوي. ملګري ملتونه د دغو تلفاتو څه باندې ۸۰ سلنه مسولیت پر "مخالفانو" اچوي، خو طالبان یې نه مني.

XS
SM
MD
LG