د لاس رسي وړ اتصالات

یوناني پولیسو او کډوالو له تاوتریخوالو ډکه جګړه کړې


د یوناني پولیسو او مهاجرو ترمنځ له تاوتریخوالو ډکې نښتې شوي
د یوناني پولیسو او مهاجرو ترمنځ له تاوتریخوالو ډکې نښتې شوي

په یونان کې د تیرو د دوو ورځو راهیسې د پوليسو او کډوالو تر منځ نښتې روانې دي او دا نښتې هغه وخت په تاوتریخوالو واوښتې چې د یونان پولیسو د مسیدونیا پولې ته نږدې د سلگونو کډوالو د کنټرول په هدف اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه.

د راپورونو له مخې د پولیسو او کډوالو ترمنځ نښته ددې هیواد جنوبي سرحد څخه ٦٠ کیلومتره لرې د ډیاټا د کډوالو کمپ څخه بهر رامنځته شوېده.

یونان د تیرو دریو کلونو راهیسې مقدونیې ته خپله پوله د غیر قانوني مهاجرینو په وړاندې تړلې ده او سرحدي پولیس یې هم زیات کړي دي.

دغه لاره وروسته له هغه د کډوالو پر مخ وتړل شوه چې یونان ته شاوخوا یو میلیون کډوال ورسیدل او اروپايي اتحادیې د دوی پرمخ خپل سرحدونه بند کړل.

د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې هغه مهال ددغې پولې د تړل کیدو پریکړه وشوه چې څه باندې یو میلیون کډوال د یونان او بالکان له لارې جرمنې او نورو اروپاېې هیوادونو ته ورسیدل.

د افغان کډوالو په ګډون یو شمیر مهاجر د کمپ څخه بهر په خیمو او حتي بی له خیمو په بد وضیعت شپې او ورځې تیروي او هڅه کوي چې په زور د پولې څخه واوړي.

افغان مهاجر رضا ادیب وايي: " د یونان حکومت د یونان خلک، مهاجرین او اروپایی ټولنه ټول پوهیږی چې یونان د مهاجرو د ساتلو ظرفیت نلري، موږ له اروپايي ټولنې غواړو چې پر موږ رحم وکړي او پوله پرانیزي او یا هم په یونان کې د کډوالۍ تګلاره بدله کړي."

عراقی مهاجر دریا ویس وايي:"موږ نور انتظار نشو ایستلای. دلته ټول کډوال غواړي په یو موټي توګه سرحدونو ته ولاړ شي او ورڅخه تیرشي. "

ډیری دغه پناه غوښتونکې د جنگ ځپلو هیوادونو لکه افغانستان، عراق، او سوریی څخه تښتیدیلي دي.

XS
SM
MD
LG