د لاس رسي وړ اتصالات

په بلجیم کې د مهاجرت ضد مظاهرې په تاوتریخوالي واوختې


د دسمبر۱۶ په زرګونو مظاهره کوونکو په بروکسل کې مظاهره وکړه.
د دسمبر۱۶ په زرګونو مظاهره کوونکو په بروکسل کې مظاهره وکړه.

د مهاجرت اړوند دا نړیواله موافقه چې تیره اونۍ په مراکش کې د څه باندې یوسلو شپیته هیوادونو لخوا لاسلیک شوه، د وروستیو کلونو د بشري ناورینونو او جنجالونو د مخنوي دپاره د خوندي او قانوني مهاجرت پلوي کوي.

خو ګڼ شمیر اروپایان پدې اندیښمن دي چې دا موافقه به د لازیات مهاجرت او کډوالتوب سبب شي.

د یکشنبې په ورځ (دسمبر۱۶) په زرګونو مظاهره کوونکي په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د لویو دفترونو مخې ته راټول شوو او د ملګروملتونو د هغه موافقې پرضد یي شعارونه ورکول چې د نړیوال مهاجرت د تنظیم دپاره يي عمومي لارښود مطرح کړې.

وروسته دا مظاهرې په تاوتریخوالي واوختې. ځینو مظاهره کوونکو ویل د منځني ختیځ، شمالي افریقا او آسیا یو شمیر مهاجرین د هغو اجتماعي کمکونو ګټه اخلي چې اروپایان يي په سخت کار کولو ترلاسه کوي. په بروکسل کې یو مظاهره کوونکي ویل "مونږ تر ۶۷ کلنۍ کار کوو. دا عادي خبره نده. او دوئ په هغو مهاجرینو پیسې ویشي چې زمونږ د هیواد خدمت نه کوي. دوئ زمونږ هیواد هیڅ قدر نه کوي. نو ولی باید مونږ ورته پيسې ورکړو."

د اروپا مظاهرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

یو شمیر نورو يي د خپل هیواد د اجتماعي جوړښت له بدلونه ناخوښي وو. دوئ ویل اروپا لدې وروسته د سیاست، اروپايي اتحادیې او د اروپا د کمیسون د ریاست په وجهې مړه ده، ځکه دوئ هغه معاهده امضا کړه چې د مهاجرینو راتګ تضمینوي. مظاهره کوونکو ویل دا پدې معنا دي چې اروپایان به په خپلو کورونو کې مړه شي.

امریکا او ځینو نورو هیوادونو په رسمي ډول ملګري ملتونه خبر کړي چې دوئ لدې موافقې وتلي. پدې وروستیو کلونو کې اروپايي هیوادونه یو د بل پسې د مهاجرینو پرمخ سرحدونه او د ورتلو لارې بندوي، خو خلک دا عمل نژاد پرستي ګڼي.

د شنبې په ورځ په روم کې د ټولې ایټالیا نه مظاهره کوونکي راغونډ شوي وو او د مهاجرینو سره د تبعیض پرضد يی مظاهره وکړه. د ټوني سکاردماګلیا په نوم په روم کې د پالیرمو د ښار یو مظاهره کوونکي وویل په ایټالیا کې وروستي قوانین د تبعیض، خپګان او جنجالونو د رامنځ ته کیدو سبب کیږي. دا مظاهره کوونکي پدې باور دي چې د کوربه خلکو موجودیت د هغو خلکو په ګټه او یوشان دی چې د رنګ او نژاد پرته، غواړي ښه ژوند ولري او امن جهان غواړي.

پاپ فرانسیس هم د ملګروملتونو د پریکړې پلوي وکړه.
پاپ فرانسیس هم د ملګروملتونو د پریکړې پلوي وکړه.

د یکشنبې په ورځ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسیس هم د ملګروملتونو د پریکړې پلوي وکړه. د پاپ فرانسیس په باور اوس به د هغو کسانو سره په مسؤلیت، صمیمت او حوصلې چلند کیږي چې د ډيرو دلیلونو له امله خپل هیواد پریږدي.

د مهاجرت په ارتباط دا مظاهرې په فرانسې، اتریش، هنګري، کاناډا او نورو هیوادونو کې د هغو لاریونونو سره همزمانه پیلې شوي چې د کورني اقتصادي پالیسو پرضد دي.

په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا یو میلیون مهاجرین اروپا ته ورسیدل، اکثریت يي د شمالي افریقا، سوریې، عراق او د افغانستان وو.

XS
SM
MD
LG