د لاس رسي وړ اتصالات

په تیرو پنځو کالو کې په جرمني کې ١،٨ میلیون کسانو پناه غوښتې


د سوري مهاجرو یوه ډله په ٢٠١٦ کې د مهاجرو یو کمپ ته د رسیدو پر وخت
د سوري مهاجرو یوه ډله په ٢٠١٦ کې د مهاجرو یو کمپ ته د رسیدو پر وخت

د جرمني رسمي شمیرې ښیي چې د ٢٠١٣ کال راهیسې په تیرو پنځو کلونو کې پدې هیواد کې څه دپاسه ١،٨ میلیون کسانو پناه غوښتې ده.

په جرمني کې د پناه غوښتونکو دغه شمیرې چې لومړی د جمعې په ورځ ددې هیواد د بیلډ ورځپاڼې خپرې کړي، د ٢٠١٣ نه تر ٢٠١٥ پورې د مهاجرو د شمیر زیاتوالی ښیي.

په ٢٠١٣ کې په جرمني کې ١٢٣٥٨١ کسانو او په ٢٠١٥ کې ٧٢٣٩٣٨ کسانو د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي وو.

خو په روان کال کې تر دې دمه دغه شمیرې شاوخوا یوو لک او ٢٣ زرو ته راټیټې شوي دي.

د جرمني حکومت ویلي چې پدې هیواد کې د ټولو پناه غوښتونکو د دریو نه یوه برخه یې د سوریې اوسیدونکي دي چې شمیر ٥٧٣٠٠٠ تنو ته رسیږي.

حکومت همداشان ویلي چې دوهمه لویه ډله مهاجرین د افغانستان او درییم یې د عراق اوسیدونکي دي چې د ٢٠١٣ نه راپدیخوا ٢٠٣٠٠٠ افغانانو او ١٧٦٠٠٠ عراقیانو پدې هیواد کې د پناه غوښتنې ردخواستونه ورکړي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د شپیگل اونیزې مجلې ته ویلي دي د جرمني سیاستوالو د غوښتنې سره سره هغه سوري مهاجر چې په جنایاتو کې ښکیل دي سمدستي بیرته هیواد ته نه استول کیږي.

په اروپا کې د مهاجرت د کړکیچ په وخت - ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ - کلونو کې څه دپاسه یو نیم میلیون مهاجر چې په عمده توگه د افغانستان، سوریې او عراق اوسیدونکي وو جرمني ته لاړل، خو د تازه شمیرو له مخې دغه هیواد ته د مهاجرو د ورتگ کچه راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG