د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې ناڅرګندو وسله والو کلینیک سوځولی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ناڅرګندو وسله والو په دغه ولایت کې یو روغتیايي مرکز سوځولی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر۴مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه کلینیک تېره شپه د اوبې ولسوالۍ په «سیروان» سیمه کې سوځېدلی دی.

د دغه ولایت د روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم تمنا هم امریکا غږ ته وویل، چې د دغه روغتون ساختماني برخه او روغتیايي وسایل هم په رامنځته شوې اورلګېدنه کې تخریب شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، چې د یادې پېښې د څېړلو او د روغتیايي مرکز د بیرته فعالولو په هدف سیمې ته د یو پلاوي استولو په اړه هڅې جریان لري.

چارواکي زیاتوي چې دغه کلینیک د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې کې فعالیت درلود خو تر دا مهاله یې د سځولو په تور څوک نه دی نیول شوی.

تر دا مهاله د دغه پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) د معلوماتو له‌مخې، په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۱۸ روغتیايي کار کوونکي په افغانستان کې وژل شوي دي.

د دغه سازمان د راپور په اساس په همدغه موده کې ۲۸ روغتیايي کارکوونکي ټپي شوي او ۲۵ نور تښتول شوي دي، چې له ډلې یوازې اووه تنه بېرته خوشي شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې په تېرو یوولسو میاشتو کې د افغانستان په ۷۷ ولسوالیو کې پر روغتیایي مرکزونو ۱۱۳ بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG