د لاس رسي وړ اتصالات

د کولمبیا سرتېري پر یوې ماشومي په جنسي تېري تورن شول


تورن سرتېري د ۳۰ کلونو زندان له سزا سره مخامخ دي
تورن سرتېري د ۳۰ کلونو زندان له سزا سره مخامخ دي

په کولمبیا کې چارواکي وايي د دغه هېواد اوه سرتېري په یوې ۱۳ کلنې ماشومې په ډله ایز جنسي تېري په رسمي توګه ‌تورن شوي ‌دي.

د کولمبیا د پوځ یو ویاند وویل چې پوځ د دغو سرتېرو لپاره مدافع وکیل ځکه نه نیسي چې دا پېښه د هغوی له رسمیاتو سره تړلې نه ده.

که دا تورونه ثابت شول دا اوه سرتېري شاید ۱۶ کاله او یا ۳۰ کاله بندي شي.

په کولمبیا کې د بشري حقونو د سازمان یوې غړې "ایده کیولسو" ویلي ‌دي چې دا ماشومه د دوشنبې په ورځ له کور څخه تر وتلو وروسته ترې تمه شوې وه. هغه وايي چې دا پېښه د یو کس کار نه دی.

د کولمبیا د ولسمشر لومړۍ مرستیالې مارتا لوشیا رمیریز په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې کولمبیا باید د جنسي تېري کوونکو سره سخت چلند وکړي او سخته سزا ورکړي.

د کولمبیا په یو شمېر سرتېرو تر دې مخکې هم د جنسي تېري تورونه لګول شوي دي ‌او یو شمېر یې محکوم شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG