د لاس رسي وړ اتصالات

کولمبیا کې داسې ماشوم زېږېدلی چې ماشومه یې نس کې وه


ډاکټران وايي چې دا ډول پېښې بیساري دي
ډاکټران وايي چې دا ډول پېښې بیساري دي

په کولمبیا کې یو ماشوم پداسې حال کې وزیږید چې غبرگولې خور یې په نس کې وده کړې وه.

دغه ډول طبي پیښه خورا بیسارې ده او په هرو ٥٠٠ زره دوه گونو زیږېدونکو کې یې یو کیدای شي دا ډول وي. په څو تیرو کلونو کې دې ته ورته پیښې په هند، اندونیزیا او سینگاپور کې هم ثبتې شوې دي.

ددغه نوې پیښې ځانگړتیا داده چې ډاکتران له ولادت دمخه د زېږېدونکي ماشوم په بطن کې د بلې ماشومې په اړه پوهېدلي وو.

ډاکترانو د امیندوارۍ په ٣٧ اونۍ کې دغه ماشوم د سزارین عملیاتو له لارې د مور له نس څخه را وویست. ماشوم چې ایتزامارا نومول شوی دی له زیږد پوره یوه ورځ وروسته عملیات شو او له بطن څخه یې خور وویستل شوه. ماشومې د خپل ورور په بطن کې پوره نه بلکه نیمگړې وده یې کړې وه. "جنین د جنین" په بطن کې د پرازیتي غبرگولو په نوم هم یادیږي چې په اکثرو مواردو کې وده نه وي کړي او نامکمل زیږي.

دغه وضعیت کیدای شي د امیندوارۍ په ترڅ کې او حتی له ولادت وروسته هم ناڅرگند پاته شي. په ٢٠١٥ کال کې یوه ۴٥ کلنه بریتانوۍ د تخمدان د تومور د تشخیص له امله د جراحۍ عملیات وکړل. خو له عملیاتو وروسته ډاکترانو ولیدل چې ددې میرمنې په بطن کې دننه تومور نه بلکه یو جنین و چې وده یې نه وه کړې، یوه سترگه، یو غاښ او لږ تور ویښتان یې درلودل.

ډاکټران دې نتیجې ته ورسیدل چې دغه کتله ددغې ښځې غبرگولی (ورور یا خور) و چې ۴٥ کاله مخکې کله چې هغه د مور په بطن کې وه ددې په نس کې په نامکمله توگه ایجاد شوی وه.

XS
SM
MD
LG