د لاس رسي وړ اتصالات

د وینې فشار درملو او د سږو د سرطان ترمنځ ممکنه اړیکه


د سږو ناروغي
د سږو ناروغي

د یوې نوې څیړنې نتیجې ښیي هغه ناروغان چې د وینې د فشار درمل خوري، د سږو د سرطان د زیاتیدو له خطر سره مخامخ دي.

د انژوتونسین انزایمونو د تولید د بدلولو درملو نه تر ډیره حده د وینې د لوړ فشار د کنترول لپاره استفاده کیږي. څیړونکو د بریتانیا د یوې عمده روغتیایي خدماتو د موسسې څه دپاسه ٩٠٠ زرو ناروغانو روغتیایي دوسیې مطالعه کړي چې د ١٩٩٥ نه تر ٢٠١٥ پورې د وینې د لوړ فشار د مخنیوي د ډول ډول درملو نه استفاده کوله. پدغه څیړنه کې هغه ناروغان نه وو شامل چې د سرطان ناروغۍ سابقه یې درلودله.

ددې جملې نه ٣٣٥٠٠٠ ناروغان د وینې د فشار د مخنیوي په ACE درملو او ٢٩٠٠٠ زره یې په ARB درملو او همداشان ١٠١٠٠٠ نور یې په دواړو درملو معالجه کیدل.ددې درملو نه له استفادې شپږ کاله وروسته څیړونکو وموندله چې ددغو ٩٠٠ زرو کسانو له ډلې ٠،٨ فیصده (٧٩٥٢) کسان د سږو په سرطان اخته شوي وو.

په څیړنه کې د شاملو کسانو د سگرټ څکلو عادت او نورو فکټورونو ته په کتنه دا هم موندل شوي هغوی چې د وینې د لوړ فشار د مخنیوي لپاره یې له ACE درملو نه استفاده کوله د هغو ناروغانو په پرتله چې د ARB درملو نه یې گټه اخیستله ١۴ فیصده زیات د سږو د سرطان له گواښ سره مخامخ وو.

یوې بلې څیړنې بیا ښودلي هغوی چې څه کم پنځه کاله یې د وینې د فشار د ACE درملو نه استفاده کړې وه د سږو د سرطان د اضافي خطر سره نه وو مخامخ شوي. خو بیا هم دغې څیړنې په ډاگه کړې چې ددغو درملو نه له لسو کالو زیات استفاده کول ٣١ فیصده د سږو د سرطان خطر زیاتوي.

پداسې حال کې چې ACE درمل په لنډمهال کې د وینې د لوړ فشار ډیر موثر درمل دي، د هغې د اوږدمهاله استعمال په اړه اندیښنې راپورته شوي په ځانگړې توگه د سږو د سرطان د خطر د زیاتولو په اړه.

ددغې څیړنې د محدودیتونو په اړه یوه مهمه خبره داده چې په څیړنه کې د شاملو ناروغانو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت، پرهیز او د سږو د سرطان په اړه د هغوی کورنۍ تاریخچې په هکله پوره معلومات موجود نه وو. همداشان دا هم نه وو په ډاگه شوي چې دغو کسانو د څومره وخت لپاره سگړت دود کړي چې د سږو د سرطان یو عمده عامل دی.

د نیویارک ښار د لینوکس هیل روغتون ډاکتر کلاوس لینسناو وایي پدغې مهمې څیړنه کې د وینې د لوړ فشار ACE درمل د سږو د سرطان د خطر د زیاتوالي سبب ښودل شوی دی، خو زیاتوي چې ددغې ناروغۍ "تر ټولو مهم علت سگرټ څکل دي" او باید د وینې د لوړ فشار د ACE درملو په اړه په څیړنه کې شامل کسان د فعالو سگرټ دود کوونکو او پخوانیو سگرټ څکونکو په کتگوریو ویشل شوی وای.

ناروغان باید ددغو درملو د استعمال په هکله د خپلو ډاکترانو سره مشوره وکړي. همداشان ددې لپاره چې ثابته شي چې دا درمل رښتیا هم د سږو د سرطان خطر زیاتوي او که نه زیاتو او ژورو څیړنو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG