د لاس رسي وړ اتصالات

د کوکنارو په کروندو کې د ماشومانو کار روغتیایي اندیښنې پیدا کړې


د کوکنارو په فصلونو کې د ماشومانو کار لویه صحي اندیښنه پیدا کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

په ډېرو سیمو کې ماشومان د کوکنارو فصل په بالنه او حاصل ټولونه کې برخه اخلي.

سیمه ایز خلک وایي د اپینو ټولو پر وخت ډېر ماشومان یا ګنګس کېږي او یا هم ورو ورو د اپینو پر کارولو روږدي کیږي.

دا پداسې حال کې دي چې ماشومان وايي له بدې ورځې له خپلو کورنیو سره د کوکنارو په کروندو کې کار کوي. دوی دا ادعا هم کوي چې ډېر همزولي یې له همدې لارې ان د پوډرو پر څکلو روږدي شوي دي.

ډېر شمېر کروندګر وايي پوهېږي چې ماشومان یې په کوکنارو کې د کار کولو په وجهه له روغتیايي پلوه زیانمېږي او هم روږدېدای شي، خو دوی له بدې ورځې پر ماشومانو کار کوي، که یې ونه کړي نو ګټه نه شی کولی.

که څه هم سږنی کال چارواکي وايي د ننګرهار په کچه د کوکنار کښت کم شوی او په وینا یې د اټکل له مخې په شاوخوا اته زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

د ننگرهار د ډېرو سیمو کروندګر وايي چې که حکومت ورته د اصلاح شویو تخمونو، سرې او سربندونو د جوړېدو مرستې وکړي نو دوی به د کوکنارو له کښت نه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG