د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغان ښځې او ماشومان د بشري بحران لوی بار په اوږو وړي


په افغانستان کې د بشري ناورین زیاتېدو سره هم مهاله د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي په دغه هیواد کې د بشري بحران لوی بار د ښځو او ماشومانو پر اوږو پروت دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د اسیا څانګې د چهارشنبې په ورځ اپرېل شپږمه (وري ۱۷) پر خپل ټویټر پانه په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې اوس مهال د دغه هیواد په میلیونونو اوسېدونکي د کافي خوړو او سرپناه پیدا کولو لپاره خپلې سیمې پرېښي دي.

په دې وروستیو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په افغانستان کې د داخلي بېځایه شوو کسانو د شمېر د زیاتوالي په اړه خبر ورکړی و او ویلي و چې اوس مهال په ټول افغانستان کې پنځه میلیون ۸۳۲زره او ۴۵۴ کسان له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي چې د دغه کورنیو څخه زیات یې د وروستیو جګړو او د وچکالۍ د دوام له خپلو سیمو بېځایه شوي دي او اوس مهال په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همدارنګه له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د مرسته کوونکو هیوادونو د ملاتړ دوام حیاتي بللی او ټینګار یې کړی چې افغان ښځې او ماشومان باید د ژوند ژغورونکو مرستو ته لاس رسی ولري.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اوس مهال شاوخوا ۲۳ میلیون افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او د دغه هیواد ۹۵ سلنه اوسېدونکي کافي خواړه نلري.دغه سازمان همدارنګه ویلي چې ۱۰ میلیون افغان ماشومان د ژوندي پاتي کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کیده چې تیره اونۍ د ملګرو ملتونو، قطر او جرمني په کوربتوب مرسته کوونکو هیوادونو افغانستان ته د بشري مرستو جلبولو کنفرانس کې په ۲۰۲۲ میلادي کال له دغه هیواد سره د ۲.۴میلیارد بشري مرستې ژمنه وکړه.

په دغه ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو، برتانیې او اروپايي ټولنې د مالي مرستو ژمنې وکړې د امریکا د بهرنیو چارو وزات تر یاد کنفرانس وروسته وویل چې له افغانانو سره به ۲/۴میلیون ډالره نوره مرسته هم وکړي.

XS
SM
MD
LG