د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي راتلونکی 'وېروونکې' بولي


په واشنګټن کې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک پسرلنۍ غونډه
په واشنګټن کې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک پسرلنۍ غونډه

نړیوال بانک د ښځو پر کار باندې د طالبانو د محدودیتونو له امله د افغانستان اقتصادي راتلونکی “وېروونکی” بللی او اندېښنه یې ښودلې چې له افغانانو سره ددغه سازمان همکاري ستونزمنه شوې ده.

د نړیوال بانک مشر ډېوېډ مالپاس تېره اونۍ په واشنګټن کې یو مطبوعاتي کنفرنس ته وویل چې اوس نړيوالو مالياتي ادارو ته ډېره ګرانه شوې ده چې د افغانستان له خلکو سره مرسته جاري وساتي.

هغه وویل: "په افغانستان کې یو وېروونکی بدلون راغلی دی چې د ښځو او نجونو ازادي یې ختمه کړې او دا کار زموږ په پروګرام اغېز کوي."

نوموړي دغه وینا د پیسو نړیوال صندوق (ای ایم ایف) او نړیوال بانک په پسرلنۍ غونډه کې په داسې وخت کې وکړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر ویلي د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانستان سره د مرستو لپاره د ۲۳۴ میلیونه ډالرو د کمي سره مخامخ دي او د راتلونکو دریو میاشتو یا تر جون میاشتې پورې ۷۱۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی مالي آتشه، الیکس زردین وايي، طالبان هغه ډله ده چې ټول یې په بحران کې ښکېل کړي او هره ورځ افغانانو ته زیان رسوي.

نوموړی زیاتوي: "د خوراکي توکو د کمښت، د انفلاسیون د زیاتوالي او نورو بحرانونو له امله طالبان اړ دي چې خپل چلند بدل کړي خو د دې کار لپاره یې هیڅ هڅې نه دي کړي." زردین وايي په دې ډول د طالبانو سره کار کول سخت شوي دي.

د نړیوال بانک مشر ډېوېډ مالپاس وویل هڅې کوي چې څنګه د افغان ولس سره مرستې وکړي. هغه زیاته کړه: "مونږ هره اونۍ د افغانستان حالاتو ته کتنه کوو. د افغانستان د بیارغونې د ادارې له لارې خپل کار ته ادامه ورکوو چې افغانستان ته یې د مرستو جاري ساتلو محدود امکان ژوندی ساتلی دی."

افغانستان بهرنیو مرستو ته اړ هېواد ګڼل کیږي او د حکومتولۍ د دوام لپاره د طالبانو د پیسو سرچینه په ظاهره مالیات یا ټکسونه دي. د نړیوال بانک شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۲ نه تر ۲۰۲۳ مالي کال پورې طالبانو ۱.۹ میلیاردو ډالرو پورې مالیې ټولې کړي.

خو ملګرو ملتونو ویلي چې که په بهرنیو مرستو کې ۳۰ سلنه کمی راغی نو ګراني او انفلاسیون به لوړ شي او په عمومي توګه د ګټې وټې کچه به تر ۴۰ سلنې پورې ټيټه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) استازی عبدالله دلداري، خبرداری ورکوي چې د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو اقدامات به اقتصادي ناورین نور هم پراخ کړي.

د څېړونکو په نظر د بهرنیو مرستو کمی به د افغانستان عام خلک زیانمن کړي. پخوانی افغان چارواکی او د اقتصادي چارو څېړونکی آصف ننګ وايي، حکومت باید د بهرنیو مرستو پر ځای پر خپلو پروګرامونو تمرکز وکړي.

نوموړی وايي: "اوس مو چې په خيرات باندې اموخته کړي یو، نو اسانه طريقه ده چې موږ به زحمت نه وباسو. باید دې حالت نه موږ را ووځو. پکار دا ده چې دولت اقتصادې برنامې جوړې کړي او باید خيراتې وابستګۍ نه افغانستان خلاص کړي."

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان کال لپاره د ۴.۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې او وايي دا اندازه پیسې به په مټې د ولس لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG