د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نړۍ کې ښوونځیو څخه د محرومو ماشومانو شمیر ۲۲۲ میلیونو ته رسیدلی 


ملګرو ملتونو نن د جون په ۲۱ مه (غبرګولي ۳۱) وویل چې د افغانستان په ګډون په جګړه او کړکیچ ځپلو هېوادونو کې د هغو ماشومانو شمېر چې ښوونځیو ته له تلو منع شوي او یا یې زده کړې له خنډ سره مخ شوي دي، نږدې درې چنده شوی دی.

ملګري ملتونه وايي چې اوس ددغو ماشومانو شمېر ۲۲۲ میلیونو ته رسېږي.

د "ښوونې او روزنې پروګرام انتظار نشي کولای" په نامه د ملګرو ملتونو یوې ادارې په یو نوي راپور کې ویلي چې د۲۰۱۶ کال په پرتله په اټکلي توګه ۷۵ میلیون نور ماشومان له دې ستونزې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو ددغې ادارې مشرې یاسمین شریف خبریالانو ته وویل چې دا شمیره "حیرانونکې او د شرم وړ" ده او ټینګار یې وکړ چې د ۲۲۲ میلیون ماشومانو هیلې دوامداره زده کړې ته د لاسرسي د نشتوالي له امله له مینځه وړل شوي.

میرمن شریف په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه اندیښنه څرګنده کړه؛ هغه هیواد چې د متوسطې او لیسې نجونې زده کوونکې د طالبانو له لورې د زده کړو څخه بې برخې شوې دي.

هغې زیاته کړه چې ددې وخت دی چې نړۍ پدې هکله غږ اوچت کړي ځکه "مونږ اجازه نشو ورکولای چې افغان نجونې متوسطه او لیسو ته ولاړې نشي. "

د طالبانو ډله ادعا کوي چې اوسمهال د نجونو د ښونځیو لپاره شرایط اماده ندي، د طالبانو په پخوانۍ واکمنۍ کې د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱، پورې ښځې په پراخه توګه د کار او زده کړو څخه محرومې وې.

د ملګرو ملتونو ددې ادارې د رپوټ په اساس په نړۍ کې ۷۸.۲ میلیون په بشپړه توګه ښوونځي ته له تګ څخه محروم شوي چې ۵۴ فیصده یې نجونې او ۱۷ په سلو کې یې معلول ماشومان دي.

پدې رپوټ کې ویل شوي چې شاوخوا نور ۱۲۰ میلیون ماشومان په کړکیچ ځپلو ساحو کې ژوند کوي او پدغو شرایطو کې نشي کولای په سمه توګه زده کړې وکړي.

دغه رپوټ موندلي چې ۸۴ فیصده ماشومان چې په کلي توګه نشي کولای ښوونځیو ته ولاړ شي په هغو ساحو کې ژوند کوي چې د دوانداره بحران له لاس او ګریوان دي لکه افغانستان، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا او یمن.

راپور زیاتوي چې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل هم په میلیونونو ماشومان له ښوونځیو څخه محروم شوي دي.

XS
SM
MD
LG