د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدو دوام؛ کاملا هریس خواشیني ښودلې


په افغانستان کې د ۱۴۰۲ تعلیمي کال پیلېدو سره هم مهاله، د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیالې په دغه هیواد کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندېدو دوام د خواشینۍ وړ بللی.

کاملا هریس د جمعې په ورځ مارچ ۲۴ (وري څلورمه) پر خپل ټویټر پاڼه پدې اړه لیکلي: "زه په افغانستان کې د نجونو پر متوسطه ښوونځیو د یو کلن بندیز او په پوهنتونونو کې د افغان ښځو د تحصیل پر بندیز زیاته خواشینې یم."

اغلې هریس زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقوقو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا حاکمیت وروسته، د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تر «امرثاني» و ځنډول او همدارنګه یې د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې ښځې او نجونې هم په پوهنتونونو کې تر «امرثاني» پوري له تحصیل څخه منع کړې چې پراخ غبرګونونه یې رامنځته کړي دي.

تمه کېده چې د نوي تعلیمي کال په رارسېدو سره به طالبان د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو دروازې خلاصې کړي، خو تر دا مهاله یې پدې اړه اعلان نه دی کړی.

د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري هم یو ځل بیا په دغه هیواد کې د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو بندیدو په اړه غبرګون ښودلی دی. اغلې امیري ویلي چې د افغان نجونو خوبونه له خاورو سره خاورې کیږي.

هغې پدې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "نن یو کال کېږي چې افغان نجونې‌ په ژړاو له ثانوي ښوونځیو وشړل‌ شوې او ارمانونه یې مات شول. د طالبانو د ګڼو ژمنو سربیره، د دغو ښوونځيو دروازې لا هم تړلې دي."

د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي چې د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي.

پر همدې مهال د افغان سولې په چاروکې د امریکا متحده ایالاتو پخواني استازي زلمي خلیلزاد د روژې میاشتې په مناسبت پیغام کې د طالبانو لخوا نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول «ظالمانه» بللې ده.

ښاغلي خلیلزاد په یو ټویټ کې ویلي چې طالبان باید د افغان نجونو او ښځو سره د هغوی د چلند او د هیواد پر راتلوونکي د هغوی د پالیسو د پایلو په اړه بیا فکر وکړي.

نوموړي زیاته کړې: "هغوی ته متوسطه ښوونځیو او پوهنتونونو ته اجازه نه ورکول نه یوازې داچې ظالمانه دي، بلکي اسلامي حقوق یې هم تر پښو لاندې کوي. هغوی باید په ډېر نژدې راتلوونکي کې د نجونو او ښځو د دغه تحصیلي موسساتو د بیرته خلاصولو په اړه ټاکلی وخت تعین کړي."


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو خلاصولو غوښتنه کړې وه.

یوناما ویلي، چې په دې کتنه کې ښاغلي پوتزل د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصیدو په اړه د ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې په " نه تغیریدونکې غوښتنې" باندې ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG