د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ښايي افغانستان کې" د تېرو کلونو تر جګړو ډېر کسان" ووژني


کرونا تر دې دمه په افغانستان کې ۳۳ تنه مړه کړي دي
کرونا تر دې دمه په افغانستان کې ۳۳ تنه مړه کړي دي

د امریکا د "فارن پالیسي" مجلې په یو اوږد او تحلیلي راپور کې ویل شوي چې کروناویروس په افغانستان کې د" طالبانو او تروریزم" تر ګواښ‌ هم زیات خطرناک او وژونکی کېدای شي.

فارن پالیسي داسې مهال دا راپور خپروي چې په افغانستان کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي.

کرونا د شنبې تر ورځې پورې اپریل ۱۸(وري۳۰) په افغانستان کې شاوخوا ۳۳ تنه مړي کړي دي او ۹۳۳ نور په دغه ویروس اخته دي.

د فارن پالیسۍ مجلې د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز هغه خبره راخیستې ده چې وايي که افغانان کرونا جدي ونه ګڼي او د ډاکټرانو په لارښوونو عمل ونکړي، "ښایي ۲۵میلیون کسان په دغه ویروس اخته شي‌ او شاوخوا ۱۱۰زره نور مړه" شي.

راپور وايي که دا فرضیه او شمېره دقېقه وي، په افغانستان کې به د کرونا تلفات د تېرو شاوخوا دوو لسیزو د جګړو تر تلفاتو هم زیات وي. وايي له ۲۰۰۱ راهېسې په افغانستان کې په روانې جګړې کې "شاوخوا ۱۰۰زره" ملکي کسان وژل شوي دي.

راپور وايي افغانستان په داسې یو وخت کې کروناویروس سره لاس او ګریوان دی چې دغه هېواد د امریکا مالي او پوځي مرستې له لاسه ورکوي.

په راپور کې یادونه شوې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا سیستم د کروناویروس د معایناتو او تعقیب ظرفیت او وړتیا نلري. د عامې روغتیا وزارت د اپریل تر ۱۳ نېټې پورې یوازې ۴۳۲۴ کسان معاینه کړي دي.

خو د دې هر څه سربیره افغان حکومت له کروناویروس سره د مبارزې لپاره تر خپلې وسې هلې ځلې کوي. په یو تازه اقدام کې د دارالامان په بیارغول شوې ماڼۍ کې یې په کرونا د اخته کسانو لپاره یو ۲۰۰-بستریز مرکز جوړ کړی.

فارن پالیسي وايي په افغانستان کې له کرونا څخه د بچ کېدو تر ټولو غوره لاره او هیله په کورونو کې پاتې کېدل او له نورو سره راشه درشه کمول دي.

د امریکا د فارن پالیسي مجله داسې مهال دا راپور خپروي چې د نړۍ په شاوخوا ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۲.۲۵ میلیون انسانان په کرونا اخته دي او تر ۱۵۴زره زیات نور مړه شوي دي.

ډېر کسان د امریکا په متحدو ایالتونو، ایټالیا او هسپانیا کې مړه شوي دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

XS
SM
MD
LG