د لاس رسي وړ اتصالات

نوې څېړنه: کرونا ویروس ماغزه کوچني او حافظه کمزورې کولای شي 


د کرونا ویروس اغیزې د انسان په ماغزو کې
د کرونا ویروس اغیزې د انسان په ماغزو کې

د اکسفورډ پوهنتون په یوې نوې څېړنې کې موندل شوې ده چې د کویډ۱۹ ویروس د انسان حافظه کمزورې او ماغزه کوچني کولای شي.

دا څېړنه همدغه راز وايي چې د کرونا ویروس له کبله په ماغزو کې د احساساتو د کنترول خاکستري ماده کمېدای شي چې ورسره د ماغزو هغو سیمو ته زیان رسېږي چې د بوي‌ حس کنترولوي.

څېړونکو ویلي دي‌ چې دا اثرات په کروناویروس اخته هغو کسانو کې هم لیدل شوي چې د دې ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر شوي‌ نه وو. خو ایا دا اثرات دایمي دي ‌که موقتي؟ د دغې څېړنې محققینو ویلي دي چې په دې اړه نورو څېړنو او تحقیق ته ضرورت دی.

په څېړنې کې ښودل شوې ده چې په کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته د انسان د دماغو اندازه ۰.۲ فیصده کوچنۍ شوې ده. دا څېړنه تېره ورځ مارچ اوومه (کب۱۶) د نیچر په مجلې کې خپره شوې ده.

په څېړنې کې د ۷۸۵ کسانو،‌ چې عمرونه یې د ۵۱ او ۸۱ کلونو ترمنځ وو،‌ په ماغزو کې د تغیراتو په اړه تحقیق شوی دی.

دا مطالعه او څېړنه هغه وخت شوې وه چې په بریتانیا د کرونا ویروس د «الفا» بڼه خپره وه او داسې نه ښکاري ‌چې په دې څېړنې کې دې د کرونا ویروس«دلتا» او نورو بڼې شاملې وي.

په تحقیق کې ښودل شوې ده چې د کرونا په ویروس اخته کسان د «د ماغزو له غبار» څخه کړېدل؛ دا هغه بیماري ده چې ورسره د انسان توجه، تمرکز، د اطلاعاتو او معلوماتو د پروسس کولو سرعت ګډوډ کېږي.

له دې هر څه سره سره دغو محقیقینو نه دي ویلي چې د کروناویرس ضد واکسین د دغو ستونزو په ختمولو او کمولو کې کوم رول لري که نه؟

XS
SM
MD
LG