د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۱۶ ته ورسېد


دغه پېښې
دغه پېښې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس (Covid-19)د پنځو نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت ویاند ډاکتر وحیدالله مایار نن یکشنه «کب۲۵مه» ویلي چې دغه پېښې څلور یې په هرات او یوه یې په دایکندي ولایت کې ثبت شوې ده.

تر پرونه پوري په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوي وې چې د دغه تازه پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۱۶ته ورسېد.

د یادو مثبتو پېښو ۱۰ یې په هرات، ۳ سمنګان او یوه یوه په بلخ، دایکندي او کاپیسا ولایتونو کې ثبت شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې په کرونا اخته شوي کسان په دې وروستیو کې د ایران له قم ښار څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ایران تر چین وروسته دوهم هیواد دی چې د کرونا ویروس له امله تر ۶۱۱ زیات کسان وژل شوي او زرګونه نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

په دې وروستیو کې د کرونا ویروس له ویري له ایران څخه د افغان کډوالو بهیر څو برابره زیات شوی چې له هغه هیواد څخه یې افغانستان ته د کرونا ویروس د انتقال په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

افغان حکومت روانه میاشت د دوو ورځو لپاره له ایران سره خپل پولې وتړلې خو بېرته یې خلاصي کړې.

بلخوا افغان حکومت تېره ورځ د کرونا ویروس خپرېدو له امله د راتلونکي ۱۳۹۹ کال د حمل(وري) میاشتې تر ۳۰ مې نېټې ټول دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونه بند کړل او ترڅنګ په ټول هیواد کې ورزشي لوبې وځنډولې او د نوروز جشن یې هم لغوه اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG