د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې کروناویروس یوه اونۍ کې ۶۱ تنه مړه کړي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت معلومات ښيي چې د روانې اونۍ له پیل څخه تراوسه په دغه هېواد کې ۶۱ کسان د کروناویروس له امله مړه شوي دي.

همداشان په دې موده کې په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې د کروناویروس نهه زره او ۴۲۹ مشکوکې پېښې معاینه شوي چې له دې شمېرې ۴۵۳ پېښې مثبتې تشخیص شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په روانه اونۍ کې د کروناویروس یو زر او ۶۱۸ ناروغان بېرته ښه شوي دي.

د دغه وزارت رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې تراوسه ۵۳زره او ۸۳۱ کسان په کروناویروس اخته شوي، چې له دې شمېرې دوه زره او ۳۲۴ کسان مړه شوي او ۴۵زره او ۱۰۵ نور بېرته روغ شوي دي.

کابل د کروناویروس د ۱۸زره او ۲۴۳ مثبتو پېښو او ۷۵۷ مړو شویو ناروغانو په درلودلو سره د لست په سر کې ځای لري.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۹۲ میلیونه او ۳۸۳ کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې له یو میلیون او ۹۷۹ څخه زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG