د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا بودجه کې فساد؛ لویه څارنوالي د اوو دوسیو په تړاو تحقیقات کوي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د دغه هېواد پلټونکې ادارې د کروناویروس په بودجه کې د فساد په تړاو اوه دوسیې دغې څارنوالۍ ته د تحقیقاتو لپاره سپارلي دي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۵) امریکا غږ ته وویل چې د فساد دا دوسیې په لوګر، خوست، بامیان، دایکندي، پروان، بغلان او کندز ولایتونو کې ثبت شوي دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه: "اوسمهال دا قضیې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ تر څیړنې او بررسۍ لاندې دي".

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند وویل چې د دغو دوسیو د چټکو څیړنو لپاره په مرکز او اړوندو ولایتونو کې کمېټې توظیف شوي دي.

لا تراوسه څرګند نه شوې نه ده چې په دغو دوسیو کې څوک دخیل دي او د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي چې په دې اړه به د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته معلومات شریک کړي.

خو له دې وړاندې په بامیان ولایت کې چارواکو تائید کړې وه چې ملي امنیت د دغه ولایت د عامې روغتیا رئيس سید علي‌اقا ناصري له خپلو صلاحیتونو څخه د ناوړې استفادې او اختلاس په تور نیولی دی.

له دې وړاندې د افغانستان لویې څارنوالۍ د اداري فساد په تور د عامې روغتیا وزارت د څلورو کارکوونکو د نیول کېدو خبر هم ورکړی و.

XS
SM
MD
LG