د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا تازه ۱۶۹ پېښې ثبت شوي، اوه تنه مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس ۱۶۹ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي او اوه تنه په دې موده کې د کرناوویروس له امله مړه شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې د کروناویروس تر ټولو زیاتې تازه پېښې په کندهار، کابل او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه د اخته شویو کسانو شمېر ۵۹زره او ۷۴۵ ته پورته شوی دی.

د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په افغانستان کې د کروناویروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمیر دوه زره او ۶۲۵ ته رسیدلی دی.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۴۹ میلیونه او ۶۷۴زره وګړي په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له درې میلیونو او ۱۵۲زرو څخه زیات مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG