د لاس رسي وړ اتصالات

ادهانوم: هېڅ هېواد د کروناوېروس د ختمېدو ادعا نشي کولی 


د «ډبلیو اچ او» مشر له ټولو خلکو غوښتي چې ماسک وتړي، فزیکي واټن مراعات کړي او مکرراً خپل لاسونه ومینځي. 
د «ډبلیو اچ او» مشر له ټولو خلکو غوښتي چې ماسک وتړي، فزیکي واټن مراعات کړي او مکرراً خپل لاسونه ومینځي. 

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) مشر ډاکټر تېدروس ادهانوم خبرداری ورکړی چې "هېڅ هېواد د وبا د ختمېدو دعوا نشي کولی".

ډاکټر ادهانوم د دوشنبې په ورځ، اګست ۳۱ (وږی ۱) په ژنېف کې خبریالانو ته ویلي چې که هېوادونه غواړي خپل ورځنی اقتصادي کاروبار پیل کړی نو باید دې د "کروناوېروس د انتقالېدو" او د خلکو "د ژوند په خوندي ساتلو" کې جدي واوسي.

ډاکټر ادهانوم د وېروس له کنټرولولو پرته، د اقتصادي کاروبار پیلول د "ناورین لارښونه" بللې ده.

د «ډبلیو اچ او» مشر له ټولو خلکو غوښتي چې ماسک وتړي، فزیکي واټن مراعات کړي او مکرراً خپل لاسونه ومینځي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کروناوېروس د واکسین جوړولو په سیالیو کې د احتیاط غوښتنه کړې ده. پدې وروستیو کې د امریکا د خوړو او درملو د ادارې مشر سټیفن هان ویلي وو چې دوي پر انسانانو د یو ډول واکسین د تطبیق کولو د وروستي پړاو له تېرولو نه مخکې د واکسین پر استفادې غور کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ساینس پوهه ډاکټره سومیا سوامېناتن ویلي چې "دغه ډول اجازه باید په خورا جدیت او تامل ترسره شي. دا داسې یو څه ندي چې په آسانه یې ترسره کړئ".

د نړیوالې اقتصادي سرمشرېزې د یوې سروې له مخې په نړۍ کې ۷۴٪ ځوانانو او مشرانو ويلي چې د کروناوېروس واکسین د جوړېدو په صورت کې به دوي ځانونه واکسین کړي. دغه سروې په ۲۷ هېوادونو کې له ۲۰۰۰۰ کسانو سره د مرکو په ترڅ کې ترسره شوې ده.

په امریکا کې ۶۷٪ پوښتل شويو کسانو ویلي چې دوي به ځانونه واکسین کړي. امریکا کې له شپږ مېلیون څخه زیات خلک په کروناوېروس اخته شوي دي او څه باندې ۱۸۳ زره کسان د وېروس له کبله مړه شوي دي.

د جانز هاپکینس پوهنتون د ننیو معلوماتو له مخې، په نړۍ کې څه باندې ۲۴.۵ مېلیون خلک په کروناوېروس اخته شوي دي او د مړو شمېر نږدې ۸۵۰ زرو ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG