د لاس رسي وړ اتصالات

اوو ورځو کې په افغانستان کې ۶۲۵ تنه په کرونا اخته شوي


د افغانستان د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په تیرو اوو ورځو کې د کروناویروس کابو ۱۲زره او ۵۸۰ مشکوک سمپلونه په دغه هېواد کې ارزول شوي چې د ۶۲۵ نتیجه مثبته تشخیص شوې ده.

په دې سره په افغانستان کې د کروناویروس د مثبتو پېښو مجموعي شمېره چې په رسمي ډول د روغتیا وزارت ثبت کړې ۵۴زره او ۴۸۳ ته پورته شوې ده.

همدا شان دغه وزارت ویلي چې په دې موده کې کابو یو زر او ۷۸۰ تنه له کروناویروس څخه بېرته ښه شوي چې ورسره په افغانستان کې له دغه ویروس څخه د ټولو روغو شویو کسانو شمیر ۴۶زره او ۸۸۷ ته پورته شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت تراوسه له کروناویروس څخه د دوه زره او ۳۷۰ تنو د مړه کېدو خبر تائید کړی چې له دې شمېرې ۴۲ تنه یې په تیرو اوو ورځو کې مړه شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره شاخوا یو کال وړاندې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره په نړۍ کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۹۶ میلیونه او ۹۰۶زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له دوه میلیونو او ۷۵زرو څخه زیات یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG