د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس ضد واکسین د حلالوالي په اړه اندیښنې


یو شمیر مذهبي مشرانو پداسې حال کې د کروناویروس ضد واکسین د حلالولي په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې د کروناویروس وبا په نړۍ کې څه دپاسه یو میلیون انسانان مړه کړي او څه دپاسه ۷۶ میلیون تنه پرې اخته دي.

په زیات شمیر واکسیونونو کې له جلاتین (غوړیو) څځه استفاده کیږي. جلاتین،‌ نیم شفافه، بې رنګه او بې ذایقې ماده ده چې د حیواناتو له هډوکو او د بدن د نورو غړو نه ترلاسه کیږي او تر ډیره په درملو او غذایي توکیو کې کارول کیږي.

پداسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د درمل جوړولو شرکتونه د کروناویروس د واکسین د تولیدولو هڅه کوي او په یو شمیر هیوادونو کې یې تطبیق هم پیل شوی دی، په واکسینونو کې د خوګ له محصولاتو نه استفاده کولو د کوویډ۱۹ ضد واکسین د بهیر د ګډوډیدو د احتمال په اړه اندیښنې رامنځ ته کړي دي.

خو ددې سره سره د فایزر، مودرنا او استرازینیکا د شرکتونو مسولینو ویلي دي چې د دوی په واکسنونو کې د خوګ له محصولاتو نه استفاده نده شوی.

په زیات شمیر واکسینونو کې د خوګ د جلاتین نه پدې خاطر استفاده کیږي چې دغه مواد ثلبت وساتل شي چې د انتقال په وخت کې واکسین مصون او ګټور پاته شي. یو شمیر اسلامي او یهودي مشران په ځانګړې توګه په طبي محصولاتو کې د خوګ له جلاتین نه استفاده کول مجاز نه ګڼي.

د درمل جوړولو یو شمیر شرکتونه لکه د سویس نووارتس، د مننجیت واکسین د خوګ له جلاتین پرته تولید کړی دی.

ستر تاوان

د استرالیا د سیدني پوهنتون استاد ډاکتر هارون رشید،‌ وایي د تیرې مناظرې نه څرګنده شوی چې شریعت هغه واکسینونه چې د خوګ جلاتین په کې کارول شوی دی مجاز ګڼلي دي، ځکه که ترې استفاده ونشي ستر زیان رامنځ ته کیږي.

اکثر اسلامي مشران وایي چې اسلام د ضرورت پر وخت د حرامو موادو نه استفادې ته جواز ورکړی دی.

ارتدکس یهودي مشران هم ورته نظر لري.

یهودي مشران هم وایي چې د یهودیت د قانون په اساس د خوګ غوښې خوړل حرام دي، خو که د اړتیا په صورت کې په بدن کې پیچکاري شي، ستونزه نشته.

XS
SM
MD
LG