د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د قرنطین پای او د کروناویروس د پیښو لوړیدل


د قرنطین وروسته د پاکستان یو یکشنبه بازار
د قرنطین وروسته د پاکستان یو یکشنبه بازار

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې د کروناویروس د اقتصادي او مالي ناوړه اغیزو او د میلیونونو ناداره پاکستاني کورنیو د سختې غریبۍ په وجه تر فشار لاندې دی د قرنطین د ختمولو لپاره یې د حکومت د تیرې اونۍ د پریکړې دفاع وکړه.

ښاغلي عمران خان وویل چې د ویروس د خپریدو کچه د وړاندوینو نه ټیټه ده، خو دا پداسې حال کې دي چې پدې وروستیو ورځو کې په پاکستان کې د کروناویروس پیښې زیاتې شوي او د رسمي شمیرو له مخې پدې هیواد کې دا مهال نژدې ۵۰ زره کسان پدې ویروس اخته شوي دي.

په پاکستان کې د تازه شمیرو له مخې د کروناویروس په وجه د مړینو شمیر له ۱۰۰۰ څخه اوښتی دی او حکومت په هیواد کې د قرنطین د لرې کولو د عواقبو په هکله ډاډمن ندی.

په پاکستان کې د تعلیم او زده کړو برخه یواځنی سکتور دی چې لا هم تر قرنطین لاندی دی. د پنجاب ایالت د روغتیا وزیره یاسمین رشید وایي: "د قرنطین لرې کول پدې معنی ندي چې خطر له منځه تللی دی." د هغې په وینا خلک باید ځانونه د روغتیایي حفاظتي مقرراتو سره عادت کړي.

د رویترز اژانس وایي داچې د پاکستان د ۲۰۷ میلیون نفوس به د اختر په رارسیدو سره څنګه چلند کوي، ښایي د کروناویروس د خپریدو په کچې اثر وکړي.

د پاکستان نفوس ته په کتلو، په ورځ کې د ۱۴۰۰۰ معایناتو ترسره کولو کچه ډیره ټیټه ده. خو رویترز اژانس چې د حکومتي شمیرو په اساس یې رپوټ ورکړی وایي د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې په پاکستان کې د کروناویروس پیښې په هرو ۹ یا ۱۱ ورځو کې دوه چنده شوي دي.

پاکستاني ډاکتران او کارپوهان اندیښنه لري چې ددې هیواد کمزوری روغتیایي سیستم ښایي ونکړای شي چې د کروناویروس پر وړاندې مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG