د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: ننګرهار کې د پولیو ضد کمپاین بریالی و


ننګرهار کې د پولیو ضد کمپاین سره له دې چې ځنډنی شو، بریالی ؤ
ننګرهار کې د پولیو ضد کمپاین سره له دې چې ځنډنی شو، بریالی ؤ

د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې سره له دې چې د پولو کمپاین په ځنډ سره پلی شو، خو بریالی ؤ او نږدې اووه لکه ماشومانو ته واکسین تطبیق شو.

د ننګرهار روغتیایي مسؤولین وایی د نومبر میاشتې کمپاین د ننګرهار په مرکز او ۲۲ ولسوالیو کې په راڼه ډول او پرته له کوم ممانعت څخه ترسره شو".

عطاالرحمن فاتح، د ننګرهار د عامې روغتیا رئيس امریکا غږ ته وویل: " د دغه کمپاین په ترڅ کې ۶۹۴۰۰۰ تنه ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي د روغتیایي چارواکو د بشپړې څارنې لاندې تطبیق شول".

ښاغلي فاتح زیاته کړه، د رسمي لارښوونو پر بنسټ مو دا ځل د کورونو پر ځای په جوماتونو کې کمپاین ترسره کړ او پر دې وتوانیدو چې د ټاکلي هدف ۷۸ سلنه ماشومان واکسین کړو.

بل لوري ته د ننګرهار اوسیدونکي هم د پولیو ضد کمپاین له بهیر څخه خوښ ښکاري او تمه لري چې کوچنیان به یې له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

ښاغلي وکیل، د ننګرهار ولایت یو تن اوسیدونکي په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "ډیر خوشحاله یم چې زموږ د سیمې په ګډون په ټول ننګرهار کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وکړل شو، ځکه ګوزڼ د هغوی ژوند ګواښوي".

د جلال آباد ښار یو بل اوسیدونکی، هدایت الله بیا وایي چې موږ خپل ټول کوچنیان واکسین کړي او له ټولو هغو بنسټونو څخه چې د پولیو ناروغۍ په له منځه وړو کې مرسته کوي، منندوی یو.

وروسته له هغه چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسیدل، په ټول هیواد کې د پولیو ضد کمپاینونه ټکني شول.

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې د کمپاینونو د ځنډیدو یو لامل پر واکسیناتورانو وسلوال برید بلل شوی.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده او که یې واکسین په ټاکلي وخت تطبیق نه شي، ښایي ماشومان د معلولیت له کړاوونو سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG