د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې په لویو لارو هم د پولیو واکسین ځانګړي ټیمونه ګمارل شوي


په زابل کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په اتمه د پولیو ضد کمپاین یوه څنډه
په زابل کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په اتمه د پولیو ضد کمپاین یوه څنډه

د زابل روغتیایي مسؤولین وایی چې د کوچيانو د اولادونو د واکسین لپاره یې د ښار او ولسوالیو ترمنځ غزیدلو لارو کې د پولیو واکسین ځانګړي روغتیایي ټیمونه پر دنده ګمارلي.

د افغانستان د سویلي حوزې روغتیایي چارواکي وایي په زابل کې یې د سیمې هغو ماشومانو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې چې له دې ولایت څخه د تګ راتګ په حال کې وي.

دوی زیاتوي، ښایي هغه ماشومان چې له خپلو کورنیو سره له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته تګ راتګ کوي، د پولیو ویروس له ځان سره ولېږدوي.

ډاکټر ثناء الله سحر، د زابل د کتلوي معافیت آمر، د یاد ولایت په دروازو کې د پولیو د ګرځنده روغتیایي ټیمونو د ګمارنې خبر ورکوي او وایي: " د زابل مرکز او ولسوالیو ته د تګ راتګ پر مهال په هره دروازه کې کوچي ماشومانو ته د ځانګړو ټیمونو له لوري د پولیو ضد واکسین ورکول کيږي".

په ورته وخت کې یو شمېر کوچۍ کورنۍ وایي له تېرو دوه کلونو راهیسې یې د خپلو ماشومانو واکسین ته پاملرنه زیاته کړې او د واکسین د ګټو په اړه د پوهاوي د زیاتوالي له امله خپل ماشومان پر وخت واکسینوي.

جانان، یو تن زابل میشتي کوچي امریکا غږ ته وویل: "موږ خپل ماشومان ځکه واکسینوو چې د ګوزڼ له ناروغۍ څخه وژغورل شي".

نوموړي زیاته کړه، د عامه پوهاوي په مرسته موږ پوهیږو چې د پولیو واکسین ډېر ګټور دی. موږ تل خپل ماشومان د واکسین لپاره رضاکارانو ته راکاږو.

د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین د کوچیانو له همکارۍ خوښي څرګندوي او وايي چې تل د واکسين په تطبیق کې له مونږ سره مرسته کوي.

د روغتیايي مسؤولینو د معلوماتو پر بنسټ، په سویلي ولایتونو کې له پنځو کالو څخه د کم عمره ماشومانو شمېر یو نیم میلیون ښودل شوی چې له دې ډلې څخه درې لکه یي کوچیان دي.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې د پولیو ویروس یې لا هم د ماشومانو ژوند ګواښوي.

XS
SM
MD
LG