د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ کې د کروناویروس پېښې له ۳۵ میلیون څخه واوښتې 


د کرونا ویروس له کبله تر ډېر کسان په امریکا، برازیل او هند کې مړه شوي
د کرونا ویروس له کبله تر ډېر کسان په امریکا، برازیل او هند کې مړه شوي

په نړۍ کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳۵ میلیون څخه هم واوښت.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د دوشنبې د ورځې اکتوبر پنځمې (تلې ۱۴) د معلوماتو په اساس د کروناویروس له کبله په نړۍ کې تر دې دمه ۱.۳۷ میلیون انسان مړه شوي او ۳۵.۲ نور په دغه ویروس اخته دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې پیدا او بیا ټولې نړۍ کې خپور شو.

د کروناویروس له کبله تر ټولو ډېر څه باندې ۲۰۹زره انسانان د امریکا په متحدو ایالتونو کې مړه شوي او تر ۷.۴ میلیون زیات نور په دغه ویروس اخته دي.

په خپله ولسمشر دونالډ ټرمپ هم په دغه ویروس اخته شوی،‌ خو ډاکټران یې وايي چې صحت یې ښه دی او ښايي ژر له روغتون څخه خارج شي.

د کروناویروس له امریکا وروسته په برازیل کې ډېر کسان مړه کړي دي. د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په برازیل کې د دغه ویروس له کبله تر دې دمه شاوخوا ۱۴۶زره کسان مړه شوي او نژدې پنځه میلیون نور پرې اخته دي.

له برازیل وروسته هند په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې کرونا په کې ډېر کسان مړه کړي دي. دلته چارواکي وايي چې تر دې دمه څه باندې ۱۰۲زره کسان مړه شوي او شاوخوا ۶.۶ میلیون نور پرې اخته دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند په ګډون یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې د کروناویروس ضد واکسین جوړ او بازار ته وباسي.

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ په انتخاباتي‌ مناظره کې وویل چې د واکسین جوړولو ته یې څو اونۍ پاتې دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د اګست په میاشت کې ویلي وو چې هېواد یې د واکسین جوړولو ته نژدې شوی دی.

XS
SM
MD
LG