د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د دریو افغان خبریالانو د ازادیدو غوښتنه کړې


د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومي ۲۱) له طالب چارواکو څخه له قید او شرط پرته د دریو خبریالانو فیصل مدرس، ادریس رحماني او میلاد عزیزي د خوشي کیدو غوښتنه وکړه.

یادې کمیټې همدارنګه چې اصلي مقر یې په نیویارک کې دی له طالبانو غوښتي دي چې د رسنیز کار په تړاو دې د خبریالانو د نیولو لړۍ پای ته ورسوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې راپور ورکړی چې طالبانو د جنوري په شپږمه د (Kabul Lovers) یوټویب چینل خبریالان د میلاد عزیزي له ورور رشاد عزیزي سره یوځای دکابل په نوې ښار (شهر نو) کې نیولي دي.

باخبره سرچینو د خبریالانو د ملاتړ کمیټې ته ویلي طالب چارواکو که څه هم رشاد عزیزي خوشي کړی خو مدرس او رحماني اوس هم د طالبانو د استخباراتو سره بندیان دي او نشي کولی د خپلې کورنۍ غړي او مدافع وکیل وویني.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د آسیا د څانګي همغږي کوونکي ستیفن بوټلر ویلي:"د افغان خبریالانو فیصل مدرس، ادریس رحماني او میلاد عزیزي نیول، پر خپلواکو رسنیو د طالبانو د ناوړه بریدونو د زیاتوالي ښکارندويي کوي او دا حالت د اندیښنې وړ دی."

د خبریالانو د ملاتړ ادارې له موضوع څخه د باخبره کسانو په حواله ویلي دي چې طالبانو د مدرس کورنۍ ته تائید کړې چې دغه درې خبریالان له هغوی سره بندي دی. خو اوس د نوموړي کورنۍ ویره لري چې یاد خبریالان به ممکن په بند کې د طالبانو له خوا وځورول شي.

دغه درې خبریالان په دې وروستیو کې په پنجشیر ولایت کې د طالبانو له خوا د یوه ملکي ځوان د وژل کیدو په غبرګون کې د پیل شویوی مظاهرو د خبري پوښښ لپاره هغه ولایت ته تللي وو.

په دې مظاهرو کې خلکو پر طالبانو سختې نیوکې وکړې او یاد راپور شاوخوا سل زره ځله لیدل شوی هم دی.

باخبره سرچینو د خبریالانو د ملاتړ کمیټې ته ویلي د هغوی په باور دغه درې خبریالان ځکه نیول شوي چې هغوی هغه مظاهرې تر خبري پوښښ لاندې راوستي چې پکې د طالبانو په کړنو نیوکه شوې او ویډیو یې په پراخه اندازه خپره شوې ده.

د خبریالانو د ملاتړ کمیټه وایي د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق په دې اړه د خبریالانو د ملاتړ کمیتې تماسونو ته ځواب ندی ورکړی. دې کمیټې زیاته کړې له هڅو سره سره ، ونه توانیدل چې د طالبانو د استخباراتو نظر هم ترلاسه کړي.

بلخوا یو شمیر راپورونه وایي طالبانو د جنوري په نهمه نیټه په مزار شریف کې افغان خبریال خلیل فطري چې د ډسمبر له ۱۳ راپدیخوا نیول شوی وو، آزاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG