د لاس رسي وړ اتصالات

مکسیکو او افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک هیوادونه وګڼل شول


د رویټرز خبریال دانش صدیقي جولای میاشت کې په افغانستان کې ووژل شو
د رویټرز خبریال دانش صدیقي جولای میاشت کې په افغانستان کې ووژل شو

د بې پولو خبریالانو سازمان د پنجشنبې په ورځ ډسمبر شپاړسمه (لیندۍ ۲۵) اعلان وکړ چې په ۲۰۲۱ کې په مجموع کې په ټوله نړۍ کې ۴۶ خبریالان وژل شوي دي.‌

یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې همدا اوس په ټوله نړۍ کې ۴۸۸ خبریالان بندیان دي. خو وايي چې د خپلو کلنیو راپورونو د خپریدو له وخته، د ۴۶ وژل شويو خبریالانو رقم تر ټولو ټیټ دی او علت یې په منځني ختیځ کې د جګړو کموالی دی.

د دغه سازمان په راپور کې مکسیکو او افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه ښودل شوي، په مکسیکو کې اوه او په افغانستان کې شپږ خبریالان وژل شوي. په یمن او هند کې بیا څلور څلور خبریالان وژل شوي ‌دي.

د بې پولو خبریالانو په راپور کې راغلي:" د هغو خبریالانو شمېر چې د خپل کار په ارتباط نیول شوي، د ۱۹۹۵ کال راهیسې د یاد بنسټ د کلنيو راپورونو د خپریدو راهیسې هیڅ وخت دومره لوړ نه و."

وایي شمیرې د تیر کال په نسبت شاوخوا ۲۰ سلنه لوړې شوي‌ او علت یې تر ډیره په میانمار، بلاروس او هانګ کانګ کې د رسنیو ځپل بلل شوي دي.

بې پولو خبریالانو ویلي هیڅ وخت د دومره ښځینه خبریالانو د زنداني کیدو شاهدان ندي‌ پاتې شوي، وایي په ټوله کې ۶۰ خبریالانې نیول شوي چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله یو پر دریمه زیاتوالی ښيي.

چین تر ټولو زیات ۱۲۷، میانمار ۵۳، ویتنام ۴۳ ، بلاروس ۳۲ او سعودي عربستان ۳۱ خبریالان بندیان کړي دي.

چین تر ډیره پر هانګ کانګ د ملي امنیتي قانون د وضع کیدو په ارتباط خبریالان بندیان کړي دي او دې کار د دیموکراتیکې آزادۍ په برخه کې د یاد هیواد پخوانی موقف هم زیانمن کړی دی

خو د وژل شویو په شمیر کې کموالی په سوریه، عراق او یمن کې د وضعیت د تغیر سره ارتباط لري چې په جګړو کې کموالی ددې لامل شوی لږ شمیر خبریالان دې سیمې ته سفر وکړي.

د بې پولو خبریالانو راپور وایي: "د ۴۶ وژنو، اکثریت قتلونه وو، ۶۵ فیصده په قصده په نښه شوي او له منځه وړل شوي دي." د بې پولو خبریالانو همدارنګه ویلي‌ دي چې په ټوله نړۍ کې ۶۵ خبریالان او همکاران یې برمته شوي دي.

یاد بنسټ په خپل راپور کې څرګنده کړې چې دا پېښې په منځني ختیځ کې وې. ۴۴ په سوریه، ۱۱ په عراق او ۹ په یمن کې وې. په دې کې د فرانسوي‌ خبریال الور شامل ندي چې په مالي کې د اپریل میاشتې راهیسې برمته شوی دی.

راپور په داسې حال کې خپریږي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره پر رسنیو او خبریالانو فشارونه زیات شوي دي. څه وخت مخکې د بې پولو خبریالانو سازمان ویلي وو چې د طالبانو له تسلط وروسته په افغانستان کې د بیان ازادي یا بیخي له منځه تللې او یا له جدي ستونزو سره مخامخ ده.

XS
SM
MD
LG