د لاس رسي وړ اتصالات

خبریالانو د ملاتړ کمیټه طالبانو ته: پر فیسبوک باندې محدودیت یا بندیز مه لګوئ


د خبریالانو د ملاتړ کمیټې (CPJ) د طالبانو له حکومت څخه په افغانستان کې د فیسبوک پاڼې ته د لاس رسي د محدودولو او یا هم پردغې پاڼې بندیز په اړه ددغې ډلې له خوا د ترتیب شوي پلان د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د نیویارک په ښار کې میشتې دغې کمیټې د دوشنبې په ورځ ناوخته اپریل اتم ( وري ۲۰) په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د فیسبوک پاڼې ته د لاس رسي د محدودیت او یا هم په بشپړ ډول د بندیز په اړوند خپرو شویو رپوټونو اندیښنه ښودلې ده.

دغې کمیټې ویلي:" د خبریالانو د ملاتړ کمیټه پر هغو رپوټونو باندې ویریدلې ده چې طالبان په افغانستان کې فیسبوک ته لاس رسی محدود او یا هم بندوي، په چارواکو باندې غږ کوو چې د هغو اقداماتو څخه لاس واخلي چې ښايي په دغه هیواد کې په ازاد ډول د معلوماتو په جریان کې د لا خنډ سبب شي".

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکناوژۍ وزارت سرپرست نجیب الله حقاني د اپریل په شپږمه ( وري ۱۸) د طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې فیسبوک پاڼې ته د لاس رسي د محدودولو او یا هم بندلو لپاره یې یو پلان یې ترتیب کړی دی.

د خبریالانو د ملاتړ کمیټې (CPJ) په دې اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې خبریالان نیولي، د افغانستان اړوند خبري سایټونه یې تړلي او بهرنیو رسنیو ته په لاس رسي یې محدودیتونه لګولي دي.

دغې کمیټې ویلي د فیسبوک پاڼې د هغو رسنیو لپاره چې په افغانستان کې پرې بندیز لګیدلی ـ لکه د امریکا د کانګرس له خوا تمویل شوې رسنۍ امریکا غږ او د ازادۍ راډیو ( ازادې اروپا راډیو)، او بي بي سي او د جرمني دویچویلي رسنۍ ته د افغانستان په دننه کې لوستوونکي لا هم لاس رسی لري.

په اعلامیه کې خبریالانو د ملاتړ کمیټې د اسیا د پروګرامونو د همغږۍ د مسوولې بېح لیح یي له قوله ویلي:" فیسبوک ته د لاس رسي د محدودول او یا هم بندیز به په افغانستان کې د معلوماتو پر ازادۍ یو بل ګوزار وي".

میرمن بېح لیح یي ویلي چې د فیسبوک په ګډون ټولنیزو رسنیو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د افغان رسنیو د ځپلو له امله په افغانستان کې د رسنیو د رامنځ ته شوي کمښت تشه ډکه کړې ده.

میرمن بېح لیح یي ویلي د طالبانو له خوا پر فیسبوک باندې پشنهاد شوی بندیز په افغانستان کې ددغې ډلې خوا د سانسور بدتر وضعیت څرګندونه کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریالانو د ملاتړ کمیټې ته ویلي چې د فیسبوک پاڼه نه بندیږي، خو محدودیتونه به پرې ولګول شي.

د خبریالانو د ملاتړ کمیټې ویلي چې د نورۍ نړۍ په څیر فیسبوک په افغانستان کې هم په ټولنیزو شبکو کې یوه تر ټولو ډیره مشهوره پاڼه ده چې په پراخه کچه د رسنیو له خوا د خبرونو او معلوماتو د خپرولو لپاره کارول کیږي.

د خبریالانو د ملاتړ د کمیټې سربیره د افغان خبریالانو د ملاتړ ځینو ادارو هم دغې ټولنیزې شبکې ته د لاس رسي په برخه کې د محدودیتونو او یا بندیز په لګولو باندې ژوره اندیښنه ښودلې وه او ویلي دي چې دا کار به په افغانستان کې معلوماتو ته د خلکو لاس رسی لا محدود کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG