د لاس رسي وړ اتصالات

معین علي انګلنډ ته نژدې ۸۰ کاله وروسته هېټریک وکړ


معین علي لومړنی انګلنډي لوبغاړی شو چې له ۱۹۳۸ را وروسته هېټرېک کوي
معین علي لومړنی انګلنډي لوبغاړی شو چې له ۱۹۳۸ را وروسته هېټرېک کوي

انګلنډ له جنوبي افریقا څخه د روان ټسټ سیالیو درېیمه لوبه هم وګټله او د څلورو سیالیو لړۍ یې ۲-۱ کړه.

د انګلنډ او جنوبي افریقا ترمنځ د ټست وروستۍ لوبه د اګست په څلورمه د جمعې په ورځ ده. په درېیم ټست کې د انګلنډ پاکستاني الاصله ورو توپ اچوونکي معین علي د جنوبي افریقا درې وروستي لوبغاړي په دریو توپونو وسوځول.

اسوشیتډ پرس وايي معین علي د انګلنډ د کرکټ د ملي لوبډلې لومړنی بالر شو چې له ۱۹۳۸ څخه راپدیخوا د ټست په سیالیو کې هېټرېک- په دریو پرلپسې توپونو درې لوبغاړي- سوځوي.

انګلنډ په دغه ټست کې په اولې پاڼۍ کې ۳۵۵ او په دویمې پاڼۍ کې ۳۱۳ منډې وکړې، خو افریقا په اولې پاڼۍ کې ۱۷۵ او دویمې کې ۲۵۲ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله. انګلنډ افریقا ته د ۴۹۲ منډو هدف ورکړی و.

دا لوبې په انګلنډ کې کیږي.

XS
SM
MD
LG