د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو لوبو لړۍ مساوي شوه


د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ یو ورځنیو پنځو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه ایرلنډ وګټله، او دا سیریز یې مساوي کړ.

دا لوبه نن یکشنبه ( د مارچ ۱۰) د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په دهرادون کې وشوه.

په پنځمه لوبه کې افغانستان د ایرلنډ لوبډلې ته د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه چې ایرلنډ وکولای شول په ۴۸ اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړي. پدې سره د یو ورځینو لوبو سیریز ۲-۲ مساوي شو، او یوه لوبه د باران وریدو له وجې پرته له کومې نتیجې پای ته ورسیده.

محمد شهزاد ۶، جاوید احمدي ۲۴، رحمت شاه ۱۷، اصغر افغان ۸۲، محمد نبي ۴۰، سمیع الله شینواری صفر، نجیب ځدراڼ ۷ او راشد خان ۳۵ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې اصغرافغان ۲۰۰۰ رنزونه هم پوره کړل.

افغان لوبغاړي ظاهر خان هم نن د یو ورځینو لوبو کپ یا خولۍ په سر کړه او نن یې لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه وه.

له شل اوریزو او یو ورځینیو لوبو وروسته ټاکل شوې چې د مارچ په پنځلسمه نیټه افغانستان او ایرلنډ ټست لوبه وکړي. له ایرلنډ سره روانې لوبې نړیوال پنځوس اوریز جام ته د تیارۍ لپاره ترسره شوې.

راشد خان د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:24 0:00

د پنځوس اوریزو نړیوال جام د روان میلادي کال د می په دیرشمه نیټه پیلیږي چې د جون تر څوارلسمې به دوام ورلري، دغه سیالۍ په انګلستان کې ترسره کیږي.

دا د افغانستان دویم ځل دی چې په پنځوس اوریز نړیوال جام کې به برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG