د لاس رسي وړ اتصالات

د انګلنډ بن سټوکس د کال د غوره کرکټ لوبغاړي جایزه وګټله


بن سټوکس تر لوبې وړاندې د تمرین پر مهال
بن سټوکس تر لوبې وړاندې د تمرین پر مهال

د کرکټ نړیوالې شورا د انګلنډ د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي بن سټوکس ته د ۲۰۱۹ کال د غوره لوبغاړي او د هند کپتان ویرات کوهلي ته د غوره ورزشي اخلاقو​ جایزې ورکړې.

همدغه راز د استرالیا لوبغاړي پټ کامینز ته د ټسټ لوبو او د هند اوپنر روهیت شرما ته د یوې ورځنیو لوبو د غوره لوبغاړي جایزې ورکړل شوې.

د انګلنډ الراونډر لوبغاړي بن سټوکس په ۲۰ یوې ورځنیو لوبو کې ۷۱۹ منډې کړي او ۱۲ کسان یې سوځولي دي. خو د غوره لوبغاړي د جایزې په ګټلو کې د نړیوال جام په پایلوبې کې د هغه بېټېنګ مهم رول لوبولی دی.

بېن سټوکس د نیوزلنډ خلاف پایلوبه کې ۸۴ منډې وکړې او انګلنډ ته یې اتلولي وګټله. ده همدغه راز د ټسټ په ۱۱ لوبو کې ۸۲۱ منډې کړې وې او ۲۲ ویکټې یې هم اخیستې دي.

د آسترالیا پټ کامینز ته بیا ځکه د ټست لوبو د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه چې په ۱۲ لوبو کې یې ۵۹ ویکټې اخیستې وې او د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د ټست بالرانو په منځ کې یې لمړی مقام ګټلی و.

روهیت شرما د یوې ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی
روهیت شرما د یوې ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی

د هند روهیت شرما چې د یوې ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی، په ۲۰۱۹ کال کې په ۲۸ یوې ورځنیو لوبو کې ۱۴۰۹ منډې کړي دي چې اوه سلیزې په کې شاملې دي.

بل هندي لوبغاړي ډېپک چاهار ته د ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه. هغه د هند په نګپور کې د بنګله دېش خلاف یوې لوبې کې په څلورو اورونو کې اوه منډې ورکړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځولي وو.

په همدغې لوبې کې یې هېټريک (دریو پرلپسې توپونو درې لوبغاړي سوځول) هم کړی و.

د هند کپتان ویرات کوهلي ته بیا د غوره ورزشي اخلاقو/روحیې جایزه ورکړل شوه. هغه په نړیوال جام کې د هند او استرالیا ترمنځ یوې لوبې کې په میدان کې له خپلو مینوالو غوښتي وو چې د آسترالیا د لوبغاړي سټیف سمیت ننګه وکړي او ویې هڅوي.

ویرات کوهلي ته د غوره ورزشي اخلاقو جایزه ورکړل شوه
ویرات کوهلي ته د غوره ورزشي اخلاقو جایزه ورکړل شوه

هندي مینوالو پر سمیت ملنډې وهلې، هغه شاوخوا دوه کاله مخکې د یوې لوبې پر مهال د توپ د خرابولو په تور یو کال له لوبو بند شوی و او بېرته تازه لوبو ته راستون شوی.

د آسترالیا بل لوبغاړي مارنوس ته د رادبره کېدونکي ستوري جایزه ورکړل شوه، هغه د ټسټ په ۱۱ لوبو کې ۱۱۰۴ منډې وکړې.

او ریچارډ ایلنګووډ ته د کال د غوره امپایر/لوبڅار جایزه ورکړل شوه.

د کرکټ نړیواله شورا هرکال غوره لوبغاړي نوموي او جایزې ورکوي.

XS
SM
MD
LG