ولسمشر پوتین د سې شنبې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان یا سي- اس- ټی- او، د هیوادونو په غونډه کې وویل چې هغه د افغانستان د حالاتو په اړه اندیښمن دی او په دې باور دی چې ددې ټولنې غړي هیوداونه دې د حالاتو په وړاندې مقابلې چمتو اوسي.
ښاغلي پوتین وویل "له افغانستان سره نږدې همکاري باید د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د پام مرکزي ټکی وي. برسیره پر دې، د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره چۍ اوسیې ماموریت د پای ته رسیدو په حال کې دی د دې ټولې سیمې خطرونه زیاتیږي."
هغه همدارنګه وویل چې په دوه زره څوارلسم کال کې د امریکايی پوځونو له وتلو نه وروسته روسیه او ددې شریکان د سخت دریځۍ او د مخدره موادو د قاچاق د زیاتوالي په وړاندې مبارزې ته باید ماده اوسي.
هغه زیاته کړه: "له افغانستان نه د نړیوالو پوځونو وتل چې اوس د بشپړیدو په حال کې دي د ټولې سیمې لپاره امنیتي خطرونه رامنځته کوي. مونږ ټول له یو سوکاله، آباد او بې پرې افغانستان سره علاقه لرو. مونږ له دې نتیجې نه پیل کوو چې د افغانستان نوی مشرتابه به په فعاله توګه هڅه وکړي چې په دغه هیواد کې ثبات راولي. اوسنی حالت اندیښنې رامنځته کوي. داسې ښکاري چې د تش په نامه د اسلامي دولت د جنګیالیو قطعې غواړي چې د افغانستان ځینې ولایتونه د تش په نامه اسلامي دولت په قلمرو کې شامل کړي. د ترهګرۍ او تندلارۍ ډلې هڅه کوي چې خپل فعالیت مرکزي آسیا ته وغزوي. په داسې شرایطو کې د ګډ امنیت تړون د سازمان هیوادونه باید آماده اوسي چې مناسب او مخنیوونکي ګامونه واخلي."
پوتین وویل چې د شرایطو له امله د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان هیوادونه باید دې ته توجه وکړي چې د تاجکستان او افغانستان تر منځ پوله خوندي کړي. د پوتین په وینا، دوی باید تاجک چارواکو ته ددې هیواد د وسله والو قواو د عصري کولو لپاره مالي مرستې وکړي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وویل، هغه د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان له شریکانو نه تمه لري چې د هغه له هیواد نه د هغو ګواښونو په ساتلو کې دفاع وکړي چې د افغانستان له جنګیالیو او د مخدره موادو د قاچاقچیانو له خوا راروان دي.
ولسمشر رحمان وویل "تاجکستان مجبور دی چې د ترهه ګرۍ، سخت دریځۍ او افراطیت او همدارنګه د وسلو او نیشه یی توکو د قاچاق په لاره کې د حایل په توګه خپل رول ولوبوی. او په داسې یو سخت وخت کې مونږ حق لرو چې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان له شریکانو نه په دې برخه کې د اغیزمنې مرستې هیله وکړو."
ددې سازمان د غړو هیوادونو (روسیې، تاجکستان، بیلاروس، قزاقستان او ارمنیا) مشرانو د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان په هغه سرمشریزه غونډه کې خبرې کولې چې په مسکو کې جوړه شوې وه.