د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) په خپلې وروستۍ غونډې کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د سرحدونو د امنیت ټېنګولو ټېنګار کړی دی.
په بېشکیک کې د دغه سازمان د پارلماني اسمبلې په یوې غونډې کې د دغه سازمان مشر یمان قلي تاسماګامبتوف ویلي دي چې دوی به د غړو هېوادونو جنوبي سرحد ته د وسلو او پوځي مهماتو استول پيلوي. دا غونډه دوې ورځې مخکې شوې وه خو خبر یې نن په رسنیو کې خپور شوی دی.
په دغې غونډې کې په خاص ډول «د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ» د سرحد د امنیت د ټېنګولو خبره شوې ده او ویل شوي دي چې دا کار به د ۲۰۲۶ کال څخه پیلوي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان شپږ غړي لري چې روسیه، بلا روس، ارمنستان، قزافستان، قرغزستان، اوزبیکستان او تاجیکستان په کې شامل دي.
دغه سازمان د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سرحد د امنیت ټېنګولو پنځه کلن پروګرام د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې د قزاقستان په پایتخت استانه کې په یوې غونډې کې تائید کړ.
که څه هم د منځنۍ اسیا هېوادونه او روسیه له طالبانو سره تعامل لري، خو دوی له افغانستان څخه د ترهګرۍ د ګواښونو، وسلو او نشه يي توکو د قاچاقو په اړه اندېښنه لرې. روسي چارواکو ویلي وو چې د داعش-خراسان ډله د افغانستان په شمالي ولایتونو کې، چې له منځنۍ اسیا سره سرحد لري، حضور لري، خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي او ادعا کوي چې په افغانستان کې یې داعش ځپلی دی.
افغانستان له تاجیکستان سره څه باندې ۱۳۰۰ کیلو میتر سرحد لري او د ګډ امنیتي تړون سازمان د دغه سرحد امنیت د خپلو ټولو غړو هېوادونو لپاره مهم ګڼي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي دي د امریکا حکومت په دې غور کوي چې د افغان طالبانو ډله د «د نړۍ ترهګرۍ په ځانګړي لست» کې شامل کړي او که نه.
فورم \ دبحث خونه