د لاس رسي وړ اتصالات

د الکولو څښل د سرطان د مختلفو ناروغیو سبب کیږي – څیړنه


له بیرو نه نیولي تر واین، شامپاین او درندو مشروباتو پورې د الکولو ټول ډولونه کیدای شي د سرطاني ناروغیو سبب شي
له بیرو نه نیولي تر واین، شامپاین او درندو مشروباتو پورې د الکولو ټول ډولونه کیدای شي د سرطاني ناروغیو سبب شي

د سرطان ناروغۍ یو شمیر متخصصینو د الکولي مشروباتو د استعمال د راکمولو غږ کړی دی، ځکه د هغوی په باور د الکولي مشروباتو څښل د سرطان مختلفې ناروغۍ زیږوي.

د امریکا د سرطاني ناروغیو ټولنې په یوه نوې خپره شوې مقاله کې د الکولي مشروباتو د څښلو او د سرطان د مختلفو ناروغیو ترمنځ د قوي اړیکې په اړه د خلکو د پاملرنې د جلبولو هیله څرگنده کړې ده.

ددې ټولنې مرستیاله سوسن گابستر چې په دې څیړنې کې یې ونډه درلوده وایي چې "زیات شمیر خلک په دې اړه [د الکولي مشروباتو او سرطان ترمنځ اړیکې] نه پوهیږي.

د امریکا د سرطاني ناروغیو انجمن همداشان خبرداری ورکړی چې حتی په دوامداره توگه د الکولو لږه اندازه استعمال هم پر سرطان ناروغۍ باندې د اخته کیدو خطر زیاتوي، ځکه د الکولو جذبیدل او میتابولیزم بل ډول دی.

میرمن گابسترد رویترز اژانس سره په مرکه کې همداشان ټینگار کړی دی، هغه کسان چې د سرطان ناروغۍ په رنځ اخته دي ددغه ناروغۍ د نورو ډولونو له خطر سره هم مخامخ دي او په عین وخت کې د الکولو څښاک د سرطاني ناروغیو په بیرته راگرځیدو کې عمده رول لري.

دغه علمي مقاله وروسته له هغې خپره شوه چې په متحده ایالاتو کې د یوې وروستۍ سروی له مخې په سلو کې ۷۰ امریکایان د الکولو د څښاک او د سرطاني ناروغیو سره د هغې د اړیکې په هکله پوره خبرتیا نه لري.

خو د الکولو څښل د سرطاني ناروغیو په مختلفو ډولونو باندې د اخته کیدو خطر زیاتوي چې په هغو کې د سر، اورمیږ، مرۍ، ځیگر او په ښځو کې د سینې د سرطان ډولونه شامل دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ناروغیو او مخنیوي د کنترول د مرکز د یو رپوټ له مخې په متحده ایالاتو کې د مړینو په سلو کې ٣،٥ د سرطاني ناروغیو له وجې دي چې شمیر یې ۱۹۵۰۰ تنو ته رسیږي او د الکولو د څښلو سره اړیکه لري.

په دې مقاله کې راغلي دي هغه ښځې چځ لږه اندازه الکول څښي په سلو کې څلور یې د سینې په سرطان باندې د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي، هغه ښځې چې په متوسطه توگه الکول څښي په سلو کې ٢٣ د سینې په سرطان او هغوی چې زیاته اندازه الکول څښي – یعنی په ورځ کې اته الکولي مشروبات څښي، په سلو کې ٦٣ یې د سینې د سرطان د اخته کیدو له خطر سره مخامخې دي او دا ځکه چې الکول په ښځو کې د استروژن د جنسي هورمون کچه زیاتوي.

د امریکا د سرطاني ناروغیو انجمن همداشان ویلي دي چې د الکولي مشروباتو څښل د انسان په بدن کې د سگرټو او دخانیاتو تاثیر زیاتوي.

په دې مقاله کې په مشخصه توگه ویل شوي دي چې له بیرو نه نیولي تر واین، شامپاین او درندو مشروباتو پورې د الکولو ټول ډولونه کیدای شي د سرطاني ناروغیو سبب شي.

XS
SM
MD
LG