د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل بازارونو کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو ارزښت ۸۵ افغانیو ته راټیټ شو


په کابل کې د شهزاده سرای صرفانو ټولنې د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ټيټېدو خبر ورکړی او وايي چې اوس مهال یو امریکايي ډالر په ۸۵ افغانۍ تبادله کیږي.

د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک نن شنبه مارچ ۱۲ (کب ۲۱) امریکا غږ ته وویل چې د هر ساعت په تېرېدو سره د افغانیو په وړاندې د ډالرو ارزښت د ټيټېدو په حال کې دی.

ښاغلي ځیرک زیاته کړه چې تر دې مخکې په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په ۸۸ افغانۍ او تر هغه کم تبادله کېده.

هغه زیاته کړه: "د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت د ښه کېدو په حال کې دی، اوس مهال په بازرونو کې افغانۍ د کمېدو په حال کیده، خو ډالر زیات دي.د افغانستان بانک زیات ډالر بازار ته وړاندې کړي دي."

ښاغلي ځیرک زیاته کړه چې په وروستیو ورځو کې ممکن د افغانیو په وړاندې ډالر نور هم کښته شي.

په شهزاده سرای کې یو شمېر صرافان وايي چې اوس مهال یو امریکايي ډالر د افغانیو په وړاندې په ۸۵ افغانۍ تبادله کیږي.د دوی په خبره د کابل د اسعارو په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو ارزښت د هر ساعت په تېرېدو سره د تغیر په حالت کې دی.

دا په داسې حال کیده چې پر افغانستان د طالبانو په حاکمیت سره، په وروستیو میاشتو کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو ارزښت په بېساري ډول لوړ شوی و او د یو ډالر ارزښت ۱۳۰ افغانیو ته پورته شوی و.

تیره اونۍ د افغانستان بانک د افغانیو د ثبات په هدف د کابل د اسعارو په بازار کې د ۱۴ میلیون امریکايي ډالرو د لیلام خبر ورکړ او له صرافانو څخه یې غوښتي و چې په دغه داوطلبي کې ګډون وکړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان بانک دغه هیواد ته د ملګرو ملتونو د نقدي بشري مرستو د کڅوړو رسېدو خبر هم ورکړی او له نړۍ څخه یې په بانکي سیستم کې د اسانتیاو رامنځته کولو په هدف د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان بانک د مارچ میاشتې پر شپږمه نېټه وویل چې د ملګرو ملتونو د نقدي بشري مرستو په لړ کې ۳۲ میلیون امریکايي ډالر دغه هیواد ته ورسېدله.

په داسې حال کې چې د ډالرو ارزښت د افغانی په وړاندې په دې وروستیو کې راټیټ شوی، خو اوس هم د لومړنیو خوراکي توکو او نفتو په بیو کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې اوس هم په کابل ښار کې د لومړنیو توکو بیې په دغه ښار کې لوړې دي او ډيری خلک د فقر او بېوزلۍ له امله د هغه د رانیولو توان نلري.

په کابل ښار کې ټکسي چلوونکي وايي چې په تیرو دوو ورځو کې، د پټرولو او ډېزلو په هر لېټر کې پنځه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

د محمد آغا په نوم یوه ټکسي چلوونکي امریکا غږ ته وویل: "تر دې مخکې یو لېټر پټرول تېل په ۷۷ افغانۍ و،خو اوس مهال ۸۲ افغانیو ته رسېدلی دی.ډېزل تېل ۸۳ افغانۍ و، اوس مهال یې بیه ۸۸ افغانیو ته پورته شوې ده."

د کابل ښار اوسېدونکو تر دې مخکې ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته زیاتو خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او د دغه وضعیت دوام خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG