د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: په رسمیت نه پېژندل شویو واکمنانو ورکې شوې افغانې فعالانې پرېښودې 


په کابل کې د طالبانو په ضد له اعتراض وروسته دا ښځې ورکې شوې وې
په کابل کې د طالبانو په ضد له اعتراض وروسته دا ښځې ورکې شوې وې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر (یوناما) وایي چې هغه څلور ښځینه فعالانې پرېښودل شوې چې څو اوونۍ مخکې تښتول شوې وې.

یوناما نن یکشنبه فبروري ۱۳ (سلواغه۲۴) په خپل ټویټر کې په دې اړه لیکلي دي: « د څلورو ورکو شویو افغان ښځینه فعالانو او د هغوی د خپلوانو د موقعیت او مصونیت په اړه د اوږدې نا څرګندتیا وروسته، هغوی د بالفعل واکمنانو [په رسمیت نه پېژندل شوي] له لوري پرېښودل شوې.»

یوناما همدغه راز د هر افغان د حقونو د خوندیتوب غږ کړی دی.

تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خیل په کابل کې د «جبري حجاب» په ضد له اعتراض وروسته له خپلو کورونو څخه نادرکې شوې. همدغه راز دوې نورې فعالانې مرسل‌ عیار او زهرا محمدي هم له اعتراضونو وروسته په کابل کې ترې تمې شوې.

طالبانو تر اخره پورې د دغو ښځو د ځای ځایکي او نیول کېدو په اړه بې خبري وښوده. مګر یوناما او د بشري حقونو سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتل چې دا ښځې پرېږدي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د طالبانو دا کار غندل شوی وی.

یوناما وايي چې پرېښودل شوې ښځې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. طالبانو لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم معلومه ده چې دوی چېرې ساتل شوې وې او څنګه پرېښودل شوې دي.

XS
SM
MD
LG