د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش له طالبانو وغوښتل نیول شوې ښځینه فعالانې پرېږدي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د چهار شنبې په ماښام فبروري نهمه (سلواغې ۲۰) د اندېښنې په څرګندولو له طالبانو وغوښتل چې نیول شوي افغانې ښځینه مدني فعالانې آزادې کړي.

ښاغلي ګوتیریش په یوه ټویټ کې لیکلي چې "زه په افغانستان کې د لادرکه شویو ښځینه فعالانو د مصونیت په اړه ډیر اندیښمن یم."

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي دي چې په افغانستان کې څو مدني فعالانې لادرکه شوي او له یو شمیرو څخه یې په تیرو څو اوونیو کې خبر نشته.

د ښاغلي ګوتیریش د ټویټ په یوې برخه کې ویل شوي"زه په جدیت له طالبانو غواړم چې د هغوی امنیت تضمین کړي څو وکړای شي بیرته خپلو کورونو ته ستنې شي."

له دې مخکې یو شمیر نړیوالو سازمانونو په خاص ډول یوناما او د متحده ایالتونو، جرمني ، هالنډ په شان غربي هیوادونو د نیول شویو ښځینه فعالانو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.

یو شمېر فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کار کوونکو په وروستیو ادعا کړې چې د مرسل عیار او زهرا محمدي په نوم دوو ښځینه فعالانو د طالبانو ضد لاریونونو کې ګډون کړی و په کابل کې له خپلو کورونو څخه ایستل شوي شوي دي.

د تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل په نوم دوې فعالانې چې د ښځو حقوقو په وروستیو لاریونونو کې ګډون کړی و د لادرکه کېدو راپوورنه هم ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د دوو ښځینه فعالانو تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل د نیول کېدو په اړه راپورونه رد کړي دي. او د دوو نورو ښځينه فعالانو د لادرکه کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو سازمانونو د یادو مېرمنو د لادرکه کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانوله حکومت څخه یې په دې اړه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG