د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو اداره: سلګونه روهنګیايي کډوال سږکال په سمندر کې ډوب شوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان وايي، څو اونۍ وړاندې د یوې بیړۍ د ممکنه ډوبېډو سره چې ۱۸۰ روهنګیايي مسلمانان پکې سپاره وو، ښايي ۲۰۲۲ کال د روهنګیایي کډوالو دپاره په تېره نږدې یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال وي

دغه سازمان ویلي، روهنګیایي کډوال په بنګله دیش کې د کډوالو په کمپ کې د ناوړه شرایطو له امله په تېښته دي.

شاوخوا یو میلیون روهنګیایان د بنګله دیش له ګڼې ګڼې ډکو کمپونو کې اوسیږي چې زیاتره یې په ۲۰۱۷ کال کې په خپل اصلي هېواد میانمار کې د پوځ له چاپو او عملیاتو تښتېدلي دي.

د بشري حقونو ملاتړي سازمانونه وايي، د هغو روهنګیایانو شمېر سږکال پنځه چنده زیات شوی چې په کښتیو کې له بنګله دیش څخه وځي. زیاتره دغه کډوال د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو پر لور ځي او څرګنده نه ده چې په دغو هېوادونو کې د کرونا وبا د بندیزونو نرمېدل یې لامل دی که نه.

د میانمار په اکثریت بودايي مذهبه هېواد کې روهنګیایانو ته تابعیت نه ورکول کیږي او ورته د غیرقانوني کډوالو په سترګه کتل کیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) وايي، فکر کوي په نومبر کې ددغو کډوالو یوه لادرکه شوې بیړۍ ډوبه شوې او پکې سپاره ټول ۱۸۰ کسان مړه شوي وي.

دغه اداره وايي، ددې پېښې برسېره په روان کال کې ۲۰۰ نور روهنګیايي کډوال هم په سمندر کې ورک شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو په اساس، په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې هم شاوخوا ۱۶۰۰ روهنګیایان د بنګال په خلیج کې ډوب شوي وو.

د دسمبر په پیل کې د روهنګیا د حقونو دوو ملاتړو ډلو وویل چې د هند په ساحل کې په یوې بلې بندې پاتې کښتۍ کې چې شاوخوا ۱۰۰ تنه روهنګیایان پکې سپاره وو، ۲۰ تنه یې د لوږې او تندې نه مړه شول.

د هند د ساحل ساتونکو ځواکونو په دې اړه څه ندي ویلي.

د دوشنبې په ورځ د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وویل چې ۵۷ روهنګیایي کډوال په سمندر کې له یوې میاشتې سفر وروسته د یکشنبې په ورځ د اندونیزیا د اچې سیمې ته ورسېدل.

د اندونیزیا چارواکو په دې اړه معلومات ندي ورکړي.

اچې ته په نومبر کې هم دوه بیړۍ چې ۲۳۰ د روهنګیا کډوال پکې سپاره و، رسېدلي وې. د سريلنکا سمندري ځواکونو په روانه میاشت کې ۱۰۴ روهنګیایان په سمندر کې له ډوبېدو وژغورل.

XS
SM
MD
LG