د لاس رسي وړ اتصالات

د هالنډ په ساحل کې یوې سترې بیړۍ چې ۳۰۰۰ موټر یې لیږدول اور اخیستی


د هالنډ ساحلي ځواکونه وايي ددغه هېواد په ساحل کې د موټرو لېږدونکې یوې سترې بیړۍ اور اخیستی چې یو کس پکې مړ او څو نور ژوبل شوي دي.

په پاناما کې راجستر شوې دې بیړۍ شاوخوا ۳۰۰۰ موټرې لیږدولې چې د چارواکو په خبره، د سه شنبې نیمې شپې لږ وروسته یې د هالنډ په شمال کې د املینډ ټاپو په ۲۷ کیلومترۍ کې اور واخیست.

ساحلي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورمه) وویل چې دوی توانېدلي د هلیکوپترو په مرسته د بیړۍ د عملې ۲۳ غړي وژغوري.

د ساحلي ځواکونو په اعلامیه کې ویل شوي: "عملې هڅه وکړه چې اور په خپله ووژني، خو ناکام شول. له بده مرغه یو کس مړ او څو نور ټپیان شوي دي."

د بیړیو څارونکي ویب سایټ (marinetraffic.com) د معلوماتو له مخې، د "فریمنټل" په نوم ۱۸ زره ټنه بار وړونکې دا کښتۍ له جرمني څخه مصر ته روانه وه.

د ساحل ساتونکو وویل، په دغه بیړۍ کې لا تر اوسه اور بل دی او پر یو اړخ د کږېدو په حال کې ده.

د هالنډ د رسنیو د راپورونو له مخې، د اطفایې یو شمېر کښتۍ د لګېدلي اور د وژلو او د بیړۍ د ډوبېدو د مخنیوي هڅه کوي.

چارواکو د اور لګېدو لامل په بیړۍ کې بار یو بریښنايي موټر ښودلی او ویل شوي چې په دغه بیړۍ کې ۲۵ بریښنايي موټر موجود دي.

XS
SM
MD
LG