د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ادعا: په پیښور کې په جومات انتحاري برید یو افغان کړی


داعش ډلې ویلي دي چې یو افغان په پیښور ښار کې د شیعه مذهبو په یو جومات ځانمرګی برید کړی دی چې په کې لږ تر لږ ۶۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د سایت (SITE) اطلاعاني ډلې د داعش اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي د داعش د خراسان څانګې پدې جومات برید کړی دی.

د اعماق خبري رسنۍ چې تل د داعش اړوند تبلیغات او فعالیتونه خپروي هم ددې ډلې بیان خپور کړی دی چې په کې ویل شوي په افغانستان د طالبانو د ملیشو او د پاکستان د پوځ د امنیتي تدابیرو سره سره دغې ډلې شیعه مذهبه په نښه کړي دي.

اعماق، یو کس عکس خپور کړی او هغه یې د تیرې ورځې بریدګر معرفي کړی دی.

پاکستاني مقاماتو نن د مارچ په پنځمه (کب ۱۴) ژمنه وکړه چې ددغه برید طرحه کوونکي به تعقیب او ونیسي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وویل چې درې تحقیقاتي ډلو د شواهدو او امنیتي کمرو د تصویرونو ارزونه پیل کړې ده.

بریدګر وروسته له هغې چې جومات ننوت خپل د چاودیدونکو موادو ډک واسکټ یې وچاوه او دوه پولیس ساتونکي یې په ډزو ووژل.

د تیرې ورځې وژونکی برید پداسې حال کې شوی چې خلک پر لمانځه ولاړ وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، په یو ټویټ کې دغه برید غندلی دی.

هغه پدې هکله چې بریدګر د افغانستان اوسیدونکی و، د نظر له څرګندولو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG