د لاس رسي وړ اتصالات

محب: د امریکايي عسکرو موجودیت ته نه،‌ مالي مرستو ته ضرورت لرو


حمد الله محب هیله وکړه چې امریکا د افغان ځواکونو سره مالي مرستې روانې وساتي
حمد الله محب هیله وکړه چې امریکا د افغان ځواکونو سره مالي مرستې روانې وساتي

د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشاور حمدالله محب وايي‌ چې د طالبانو،‌ ترهګرۍ او نشه یي‌ توکو سره د مبارزې لپاره د امریکایي ځواکونو موجودیت ته نه،‌ بلکې مالي مرستو ته ضرورت لرو.

ښاغلي‌محب نن سه شنبه مارچ ۲۳ (وري۳) په واشنګټن ډي سي کې د هودسن له انستیتوت سره په خبرو کې وویل چې افغان ځواکونو د افغانستان د دفاع پوره وړتیا او مهارت پیدا کړی دی.

هغه وویل: «موږ د وړتیا په برخه کې نوره ستونزه نلرو،‌ زموږ ستونزه مالي‌ ده. هغه څه چې لازم دي او باید تضمین شي،‌ دا دي‌ چې موږ کولی شو د افغانستان امنیتي‌ او دفاعي‌ځواکونه وساتو. ایا د افغانستان دولت کولی شي چې په خپلو سرچینو باندې دا کار وکړي؟ نه.»

هغه وویل چې د جوبایډن حکومت ته د افغانستان وړاندیز هم دا دی چې د افغانستان د امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو سره مرستې روانې وساتي.

ښاغلي‌ محب زیاته کړه که امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پر ځای د افغان ځواکونو په مالي مرستو پام وکړي،‌ دواړه هېوادونه به له دغه کار څخه ګټه واخلي.

دا خبرې داسې مهال کیږي‌ چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو مسئله ارزوي.‌

XS
SM
MD
LG