د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دفاع وزارت: تېرو شپږ میاشتو کې ۴۷۷۶ ماینونه شنډ شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي د ملي اردو ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې زرګونه ماینونه شنډ کړي چې په وینا یې وسله‌والو مخالفینو په مختلفو ولایتونو کې ښخ کړي وو.

د دغه وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر ۱۷ (وږي ۲۷) په خپل ټویټر کې لیکلي د شنډ شویو ماینونو شمېر ۴۷۷۶ ته رسېږي چې په کې بیلابل ډولونه شامل دي.

ښاغلي میاخیل زیاته کړې ده چې د دغو ماینونو په شنډولو سره د زرګونو کسانو ژوند ژغورل شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې په دې وروستیو کې د ملي اردو د انجنیرۍ د برخې منسوبینو او سرحدي ځواکونو په هلمند او زابل کې ۳۱ ماینونه شنډ کړي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس ۱۹ ماینونه د هلمند او ۱۲ د زابل په لویو لارو او نورو سرکونو کې ځای پر ځای شوي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې تروریستي ډلو دغه ماینونه د ولسي وګړو په نښه کولو لپاره ځای پر ځای کړي وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د راپور په اساس د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو ولسي وګړو ته تر ټولو زیات تلفات اړولي دي.

د یوناما شمېرې ښيي چې په دې موده کې د دغو موادو د چاودېدو له امله ۲۱۴ ولسي وګړي د افغانستان په مختلفو برخو کې وژل شوي او څه باندې ۴۷۰ نور ټپیان شوي دي. دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله د تلفاتو په شمېر کې ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

یوناما ویلي چې ۴۷سلنه دغه چاودېدونکي مواد د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي وو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې له طالبانو څخه غوښتي چې د استوګنې په سیمو کې د ماینونو له ښخولو څخه ډډه وکړي. د دغه کمېسیون د چارواکو په وینا د ماینونو چاودنه له تفکیک پرته خلکو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

XS
SM
MD
LG