د لاس رسي وړ اتصالات

دموکراتانو د متحدو ایالتونو د سنا وروستۍ څوکۍ وګټله


د متحدو ایالتونو په جورجیا ایالت کې د سنا مجلس د څوکۍ ترلاسه کیدو لپاره په یوې سختې سیالۍ کې رافایل وارناک وکړای شول چې خپل جمهوري غوښتونکي سیال هرشل واکر ته ماته ورکړي او په دې ایالت کې د سنا څوکۍ ترلاسه کړي.

رافایل وارنوک او هرشل واکر دواړه په دې ونه توانیدل چې په نومبر میاشت کې د منځمهاله ټاکنو پرمهال د ۵۰ فیصدو اکثریت ترلاسه کړي او د دواړو کاندیدانو ترمنځ ټاکنې بل پړاو ته ولاړې.

د سه شنبې د ورځې ډسمبر شپږمې (لیدنۍ ۱۵) په ټاکنو کې دموکراتانو وکړای شول په سنا کې ۵۱ څوکۍ ترلاسه کړي په داسې حال کې چې له جمهوري غوښتونکو سره ۴۹ څوکۍ دي.

که څه هم دموکراتانو د منځمهاله ټاکنو په لومړي پړاو کې پنځوس څوکۍ ترلاسه کړي وې او د ولسمشر د مرستیالې کاملا هریس په رایې سره یې اکثریت درلود خو په دې چوکۍ سره نور هم پیاوړي شول.

د امریکایي پوهنتون د استادې ایمي ډیسي په وینا، دا بریا د سنا مجلس د کمیټو د جوړښت لپاره ډیره مهمه ده.

خو په دې سره سره ولسمشر بایډن به د لویو قوانینو په بدلولو کې مشکلاتو سره مخامخ وي ځکه چې ددې کار لپاره لږ تر لږه باید د سنا ۶۰ غړي د یوې طرحې ملاتړ وکړي.

د جورج واشنګټن پوهنتون استاد کیسي بورګټ په دې اړه وویل:" دا ډیر کم پيښیږي چې په کانګرس کې په دوو کلونو کې یو سناتور په خپله خوښه استعفا ورکړي او یا هم تقاعد شي او یا هم خدای مکړه مړ شي. بنا د یوې څوکۍ اکثریت کولای شي ډیر تفاوت رامنځ ته کړي."

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د استازو د مجلس د ټولو ۴۳۵ څوکیو لپاره کاندیدانو په ۵۰ ایالتونو کې رقابت وکړ او د سنا له ۱۰۰ څوکیو څخه کاندیدانو یوازې د ۳۵ څوکیو لپاره سیالي وکړه.

په دې ټاکنو کې جمهوري غوښتونکو وکړای شول چې د امریکا د استازو په مجلس کې اکثریت ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG